د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان له لوري تر ماتې وروسته پاکستان له مینه والو غوښتي لوبډله یې تشویق کړي


افغانستان به نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه
افغانستان به نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د پاکستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) د کرکټ له مسلکي افرادو او مینه والو څخه غوښتي دي چې د لوبډلې ملا یې ور وتړي او حمایت یې وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ دا اعلامیه د افغانستان له لوري تر ماتې وروسته او له جنوبي افریقا سره تر لوبې یوه ورځ مخکې خپره کړې ده.

په افغانستان باندې د لوبې تر بایللو وروسته د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، کپتان او د بورډ په چارواکو باندې کلک انتقادونه وشول او دا تور هم پرې ولګول شول چې له افغانستان سره یې ښه لوبه ونکړه او د لوبډلې ترکیب یې ښه نه و.

پاکستان پر افغانستان تر ماتې مخکې په روان نړیوال جام کې دوې نورې لوبې هم بایللې وې، د پاکستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې همدغو ماتو ته په اشارې ویل شوي دي چې «د مینه والو احساسات او عواطف» درک کوي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د کرکټ بورډ اداره د مسلکي افرادو او مینه والو څخه هیله لري چې په داسې ننګونکي چاپېریال [حالت] کې د کپتان بابر اعظم او د پاکستان د کرکټ د ټولې لوبډلې ملاتړ روان وساتي.»

پاکستان ته ماتې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لویه لاس ته راوړنه بلل کېږي
پاکستان ته ماتې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لویه لاس ته راوړنه بلل کېږي

دا لومړی ځل و چې افغانستان د کرکټ په یوې ورځنیو لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه، هغه هم په نړیوال جام کې. تر دې مخکې پاکستان دا ډول اووه لوبې له افغانستان څخه ګټلې وې. داسې هم ویل کېږي چې شاید پاکستان نیمه پایلوبو ته لار ونشي کړای.

پاکستان په روان نړیوال جام کې تر دې دمه پنځه لوبې کړې او یوازې دوې لوبې یې ګټلې دي. د دغه هېواد کرکټ بورډ هیله ښودلې ده چې لوبډله به یې خپلې پاتې څلور لوبې ګټي او نیمه پایلوبو ته به لار کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق او د لوبډلې کپتان بابر اعظم د لوبډلې په غوراوي او ترکیب په جوړولو کې پوره خپلواک دي. خو دا یې هم ویلي دي چې له نړیوال جام وروسته به د پاکستان د کرکټ د ښه والي لپاره اقدام کوي.

پاکستان د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره لوبه لري. افریقا په پنځو لوبو کې یوه بایللې او د لسو لوبډلو په جدول کې دویم مقام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG