د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ ډالۍ پاکستان کې غبرګونونه پارولي؟ 


افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د پاکستان په خلاف لوبې کې د لوبې غوره لوبغاړی شو او خپله جایزه یې هغو افغان کډوالو ته ډالۍ کړه چې پاکستان افغانستان ته «شړلي» دي.
افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د پاکستان په خلاف لوبې کې د لوبې غوره لوبغاړی شو او خپله جایزه یې هغو افغان کډوالو ته ډالۍ کړه چې پاکستان افغانستان ته «شړلي» دي.

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام په روانو سیالیو کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) د هند د چنای په ښار کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

دا د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل و چې افغانستان په نړیوال جام کې او په یوې ورځنیو لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکوي.

د افغانستان په دغه بري کې عمده رول د لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ و. ابراهیم، چې د لوبې پيلوونکی [اوپنر] دی، ۸۷ منډې وکړې او د افغانستان لپاره یې د پاکستان د ۲۸۳ ټاکل شوي هدف پوره کېدل اسانه کړل.

ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی شو. ده د دغې جایزه له ترلاسه کولو وروسته وویل چې دا جایزه هغه او هېواد ته یې ډېره ځانګړې ده.

ابراهیم دا جایزه هغو افغان کډوالو ته ډالۍ کړه،‌ چې په دې وروستیو کې پاکستان. افغانستان ته ستانه کړي او یا شړلي دي.

ابراهیم ځدراڼ د پاکستان د کرکت مبصر رمیز راجا سره په خبرو کې وویل: «زه غواړم د غوره لوبغاړي دا جایزه هغو خلکو [افغانانو] ته ډالۍ کړم، چې له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.»

د ابراهیم ځدراڼ دغو څرګندونو ته بېلا بېل غبرګونونه ښودل شوي دي. په پاکستان کې تر ډېره غندل شوې، خو افغانانو او یو شمېر هندیانو بیا ستایلې دي.

د پاکستان ځینو رسنیو د افغان لوبغاړي دا څرګندونې د «پاکستان د میلمه پالنې بې قدري» بللې ده. د پاکستان د «ARY» تلویزون په یو راپور کې وايي چې پاکستان له شاوخوا ۴۰ کلونو راهېسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو ابراهیم ځدراڼ په دې ټولو خاورې واړولې.

په رسنیو سربېره، د پاکستان یو شمېر خبریالانو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو یې هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی. پاکستاني خبریال وجاهت کاظمي د ابراهیم ځدراڼ دا څرګندونې «د کرکټ په میدان کې» سیاسي اعلامیه بللې ده.

خو په افغانستان کې بیا د ابراهیم ځدراڼ دا څرګندونې ستایل شوې دي. په ټولنیزو رسنیو کې افغان فعالانو او خبریالانو ابراهیم ستایلی دی،‌ چې په داسې وخت کې یې هم خپل خلک له یاده نه دي اېستلي.

افغانې خبریالې فرحناز فروتن د ابراهیم ځدراڼ د دغه څرګندونو او ډالۍ د ستایلو تر څنګ لیکلي چې د پاکستان حکومت افغانان د تعصب او بې احترامۍ له مخې شړي او «که زه د دغو کډوالو په ځای واوسم، دا تصور کولای شم چې دا بری څومره خوشحالوونکی دی او د هغوی د خوښۍ له اوښکو ډکو سترګو ته څومره خوشحالي» بخښي.

بلې ټولنیزې فعالې اورځلا هم د ابراهیم دا کار ستایلی او دا یې د افغانستان لپاره یوه ویاړلې شېبه بللې ده. هغې په خپل اکس کې لیکلي دي چې ابراهیم خپله جایزه په پاکستان کې هغه افغان کډوالو ته ډالۍ کړه چې «په زور او جبر یې شړل پيل» شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه په هند کې وه. هند او پاکستان په سياسي لحاظ سره جوړ نه دي او اکثریت هندي مینه والو هم د افغانستان دا بری او د ابراهیم ځدراڼ دا څرګندونې ستایلي دي.

هندي خبریال ادیتیا راج کاول په خپل اکس کې لیکلي دي: «زړور افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپله د لوبې غوره جایزه په پاکستان کې افغان کډوالو ته،‌ چې د هېڅ بشري خواخوږۍ پرته، د [پاکستان] پرېښودو ته اړ اېستل کېږي، ډالۍ کړه. دا په هند کې د کرکټ په نړیوال جام کې د پاکستان لپاره یو نړیوال شرم دی. یوازې ماتې نه، د افغانانو مقاومت هم.»

څه موده مخکې د پاکستان حکومت اعلان وکړ،‌ چې هغه ۱.۴ میلیون افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته شړي، چې د دوی په وینا د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

د راپورونو په اساس، له دغه اعلان څخه وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي ‌او یو شمېر یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي هم دي. څو ورځې مخکې د پېښور په ښار کې د افغان کډوالو یو بازار هم وران کړل شو.

د راپورونو په اساس، د پاکستان د حکومت له دغه اعلان څخه وروسته څه باندې ۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته یا په خپله خوښه ستانه شوي او یا شړل شوي دي.

د طالبانو حکومت له اسلام اباد څخه غوښتي چې په دې تګلارې له سره غور وکړي.

دا د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان دویم بری و او د پاکستان درېیمه ماتې وه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG