د لاس رسي وړ اتصالات

هند د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه


هندي لوبغاړي ویرات کوهلي ۳۵ منډې وکړي
هندي لوبغاړي ویرات کوهلي ۳۵ منډې وکړي

د اسیا کپ د روانو سیالیو دویمه لوبه نن یکشنبه اګست ۲۸ (سنبله۶) د هند او پاکستان ترمنځ وه.

دا دوه هېوادونو په کرکټ کې د یو بل سر سخت رقیبان بلل کېږي.

هند د پچې له ګټلو وروسته پاکستان ته د منډو کولو بلنه ورکړه او پاکستان د ټولو ۱۱ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې هند ته ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

هند دا هدف په وروستي شلم اور کې پوره کړ او پاکستان ته یې ماتې ورکړه.

دا د اسیا کپ دویمه سیالي وه.

په لومړۍ لوبې کې افغانستان سري لانکا ته ماتې ورکړه. درېیمه لوبه د سه شنبې په ورځ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ده. دا لوبې په متحدو عربو اماراتو کې دي.

XS
SM
MD
LG