د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آسیا جام سیالیو کې سریلانکا ته ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي نن شنبه اګست ۲۷ (وږي پنځمه) وکړای شول چې د آسیا کپ سیالیو په لومړۍ لوبې کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلي ته د اتو ویکټو‌ په توپیر ماته ورکړي.

پچه افغانستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې چانس ورکړ، سریلانکایي لوبغاړو په کابو شلو اورونو کې د افغانستان لپاره د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه.

د توب اچوونې په برخه کې فضل الحق فاروقي درې، مجیب الرحمان دوه، محمد نبي دوه او نوین الحق د سیالي لوبډلي یو لوبغاړی وسوځول.

افغان لوبغاړي د توب وهنې په برخه کې هم ښه وځلیدل او وې کړای شو چې ټاکل شوی هدف په یوولسم اوور کې پوره کړي.

د توپوهنې په برخه کې تر ټولو ښه لوبه د پیل دوو لوبغاړو رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي وکړه، ګربز ۴۰ او حضرت الله ځاځي ۳۷ منډې وکړې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.

ددې لوبي غوره لوبغاړی ځوان لوبغاړی فضل الحق فاروقي شو چې په لومړیو آرونو کې یې سیاله لوبډله له مشکلاتو سره مخ کړه.

سریلانکایي لوبغاړي په پيل کې د افغانستان لوبډلي له خوا له فشار سره مخ شول او یوازې د پنځو منډو په کولو یې درې لوبغاړي وسوځیدل.

افغانستان د آسیا کپ سیالیو په B ګروپ کې دی چې بله لوبه یې د سه شنبې په ورځ له بنګله دیش سره ده.

XS
SM
MD
LG