د هند د ګجرات په ایالت کې چارواکي وایي د سلو کالونو یو زوړ پول چې تازه تر رغیدو وروسته پرانیستل شوی و نړیدلې لږ تر لږه ۱۴۱تنه پکې وژل شوي او تر سلو ډیر ټپي شویدي.
د دې ایالات یو وزیر بریجیش میراج یکشنبه اکټوبر ۳۰ (لړم۸) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي ځکه چې د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.
چارواکو ویلي چې د پله په سر د ماشومانو او میرمنو په ګډون څه باندې ۵ سوه کسان ولاړ و چې یو دم یې مزي وشلیدل او بسته پول سیند ته ولوید.
په سیمه کې مطبوعاتو ویلي چې دا خلک د پله په سر د یو ستر مذهبي جشن د لمانځلو لپاره راټول شوي و.
په ټولنیزو شبکو کې چې ځینې ویډیوګانې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې یو شیمر کسانو د شپې په تیاره کې د پله د ځینو برخو پورې ځانونه ټینګ نیولي.
په مطبوعاتو کې همدرانګه ویل شوي چې پدې پیښې کې څه باندې ۱۰۰ تنه ورک شوي هم دي.
دغه پول چې د برتانیې د وخت څخه په هند کې پاتې دی، څه باندې ۷ میاشتې پرې د بیا رغولو کار روان و او د همدې تیرې چارشنبې اکټوبر ۲۶ د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.
چارواکو د خلکو د لټون او ژغورنې لپاره عملیات پیل کړي او لامبوزن هم سمیې ته رسیدلي چې په اوبو کې ډوب شوي کسان پیدا کړي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په پیښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو سره د نغدو پیسو د مرستواعلان کړ او سیمې ته یې په سمدستي توګه د لټون او ژغورنې د ټیمونو د لیږلو غوښتنه کړې.
په هند کې د پلونو په ګډون د زړو زیربناوو دا ډول پیښې وخت ناوخته کیږي.
په ۲۰۱۶ کال کې هم د کلکتې په ښار کې یو پول چې د سړک د پاسه جوړ شوی و، ونړید او ۲۶ تنه پکې ووژل شول. د ژغورنې عملې د همدې پله د خاور خزلو څخه ۱۰۰ تنه ژوندي وژغورل.
په یوې بلې پیښې کې چې په ۲۰۱۱ کال کې د هند په شمال ختیځ کې د دارجلینګ په ښاګوټي کې وشوه، هلته هم یو پول نړیدلی و او لږ تر لږه ۳۲ تنه پکې وژل شوي و.
د همدې پیښې څخه یوه اوونۍ وروسته د آروناچال پرادیش په ایالت کې یو پول چې د پلي تګ راتګ لپاره جوړ و، ونړید او شاوخوا ۳۰ تنه پکې ووژل شول.