د لاس رسي وړ اتصالات

هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه 


د افغانستان او هند بیرغ
د افغانستان او هند بیرغ

د هند د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه‌ وښوده او د تاوتریخوالي کمیدوغوښتنه یې وکړه.

وزیر سبرامنیم جي شنکر د جمعې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ۱۸) د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره له ملاقات وروسته وویل چې په افغانستان کې حالات خواشینوونکي دي.

هغه وویل: «تاوتریخوالی د افغانستان د وضعیت حل لاره نشي کېدای.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان کې په روانو حالاتو اندېښنه وښوده. هغه د یو داسې سیاسي بهیر په ژر پيلېدو ټېنګار وکړ چې ټول افغانان یې ننګه وکړي.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغانستان د روان حالاتو سره سره به دا هېواد په کابل کې خپل سفارت ونه تړي.

د وزرات ویاند ارندام باګشي تېره ورځ وویل چې « په کابل کې زموږ سفارت او په مزار او کندهار کې زموږ قونسلګرۍ فعالې دي.»

هغه وویل چې په افغانستان مخ په خرابېدونکي امنیتي حالات او په افغانستان کې د هندي وګړو د امنیت او مصونیت مسائیل له نژدې تعقیبوي.

هند داسې مهال په افغانستان کې د خپل سفارت په اړه دا خبره کوي چې څه موده مخکې د امریکا متحدو ایالتونو هم د خپل سفارت د فعالیت د ادامې په اړه ډاډ ورکړ.

د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو: « « په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت پرانیستی دی او پرانیستی به وي. هاغسې چې ولسمشر بایډن هدایت کړی، موږ به په کابل کې خپل قوي دپلوماتیک حضور ساتو چې له افغان حکومت او د افغانستان له خلکو سره یو شمېر کارونه چې ترسره کوو، روان وساتو. موږ د سفارت د تړل کېدو لپاره هېڅ طرحه نلرو.»

XS
SM
MD
LG