د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: کندهار کې د طالبانو ضد عملیات روان دي، ۹۰ تنه یې وژل شوي‌


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په کندهار کې امنیتي‌چارواکي‌ وايي‌ چې د وسله والو طالبانو پر ضد یې عملیات پیل کړي او د تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو په اوږدو کې یې ۹۰ وسله وال طالبان وژلي دي. ​

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی نن جمعه جولاۍ نهمه (چنګاښ ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونه په سیمه کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات مخته وړي، خو نوموړي پدې باب نور جزئیات ور نکړل.

د کندهار يوه لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه له پنجوايي ولسوالۍ سره په سرحد کې د کندهار د ۷ امنیتي حوزې څلورو پوستو سقوط وکړ چې وسله وال طالبان يې په مټ تر چهل زینو او میربازار سیمو پوري رسیدلي.

بلي خواته د کندهار والي روح الله خانزاده ته نږدې منابع وايې چې د کندهار والي خپله د جګړې سیمې ته تللی او د وسله والو پرضد عملیاتو کې برخه اخیستې.

د کندهار ښار په لوېدیځ باغ پل سیمه کې بیا د کندهار – هرات د لويې لارې پر سر د یوه پل د نړېدو له کبله یاده لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې چې له کبله يې لسګونه بار وړونکي لارۍ د جګړې په سیمه کې بند پاته دي.

ها خوا بیا له کندهار ښار څخه بهر تیره شپه تر ټولو زیاته جګړه د کندهار – سپین بولدک پر لویه تجارتي لار باندې وه چې هوايي بریدونه هم پکښې شوي.

د تخته پل لسوالۍ امنیه قوماندان هاشم ریګوال امریکا غږ ته وویل چې د تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو په اوږدو کې وسله والو د لويې لارې پر پوستو بریدونه وکړه چې د ځپلو په موخه يې ځمکنیو او هوايي قواوو پراخ عملیات تر سره کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې تر ۹۰ زیات وسله وال طالبان د بولدک او تخته پل په جګړه کې وژل شوي.

بلي خواته د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان هم پر خپله فیسبوک پاڼه د کندهار په اوومه حوزه او سپین بولدک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو یوه ويډيو خپره کړې.

نوموړي ويلي چې په یادو هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

وسله والو طالبانو د کندهار په ۷ حوزه کې د څو پوستو او څو نورو سیمو د سقوط ادعا کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG