د لاس رسي وړ اتصالات

هند په دویم ځل د ښځو د کرکت د ۱۹ کلنو نړیوال جام وګټه


هند په ۲۰۲۳ کال کې هم د ښځو د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام ګټلی و.
هند په ۲۰۲۳ کال کې هم د ښځو د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام ګټلی و.

هند د یکشنبې په ورځ فبرورۍ دویمه (سلواغه ۱۳) د ښځو د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال شل اوریز جام په پایلوبې کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګتله.

د دغه نړیوال جام لوبې په مالیزیا کې وشوې او پایلوبه یې په مرکز کولالمپور کې وه.

دا دویم ځل دی چې هند د ښځو د ۱۹ کلنو لوبډلو د کرکټ نړیواله اتلولي ګټي. تېرځل یې په ۲۰۲۳ کې په جنوبي افریقا کې دا اتلولي ګټلې وه.

د ۲۰۲۵ کال د نړیوال جام په پایلوبې کې د جنوبي افریقا د ښځو د کرکټ لوبډلې هند ته د ۸۳ منډو هدف وټاکه چې هند په اسانه او د یو لوبغاړې په سوځېدو سره په دولسم اوور کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړې د هند ګونګادي ترېشا شوه چې ۴۳ منډې یې کړې وې. دا د ښځو د دغه نړیوال جام غوره توپ وهونکې هم شوه. دې په دغه نړیوال جام کې ۳۰۹ منډې وکړې او اوه لوبغاړې یې هم وسوځولې.

د کرکټ د نړیوالې شورا په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې د ښځو د کرکټ ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۲۳ کې پیل شوې او دا یې دویم ځل و.

په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه. دا سیالۍ د روان کال د جنورۍ په ۱۸ نېټه پیل او د فبرورۍ په دویم پای ته ورسېدې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG