د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې په یوه ورځ نږدې ۱۰۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي


په هند کې نن د جمعې په ورځ، سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۱) چارواکو اعلا کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۶۵۵۱ د کویډ نولس د ناروغۍ تازه قضیې یې ثبت کړي.

د جنوبي آسیا پدې هیواد کې ټول ټال ۴.۵ ملیونه کسان د کرونا په ویروس اخته شوي.

په نړۍ کې یوازې امریکا ده چې د هند په پرتله پکې زیات کسان د کرونا په ویروس اخته شوي. د امریکا په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۶.۴ ملیونه کسان کرونا نیولي.

په همدې حال د امریکا د هارورډ په پوهنتون کې څیړونکو معلومه کړې چې په ځوانانو کې د کویډ نولس ناروغي مخ په ډیریدو ده.

څیړونکو د ۳۲۲۲ ځوانانو په هکله څیړنې کړي چې د کرونا په ویروس اخته شوي و اوعمرونه د ۱۸ او ۳۴ کالونو په منځ کې و.

په څیړنه کې ویل شوي چې د دې ځوانانو د جملې نه ۲۱ په سلو کې یې د روغتون په عاجلو خونو کې بستر کیدو ته ضرورت درلود. لس په سلو ته د مصنوعي تنفس آلې یا ونټلیټرونو ته ضرورت و او ۲.۷ په سلو کې یې مړه شویدي.

د کروناویروس لومړۍ پېښه د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي په ایالت کې ثبت شوه.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۱۸۸ هېوادونو کې شاوخوا ۲۸.۱۰ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته دي او څه باندې ۹۱۰زره نور انسانان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG