د لاس رسي وړ اتصالات

روهیت شرما په کرکټ کې نوی تاریخ جوړ کړ


روهیت شرما لومړنی نړیوال لوبغاړی شو چې په یوې ورځنیو سیالیو کې درې غبرګې سلیزې کوي
روهیت شرما لومړنی نړیوال لوبغاړی شو چې په یوې ورځنیو سیالیو کې درې غبرګې سلیزې کوي

هندي لوبغاړي روهیت شرما د چهارشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۳) په هند کې د سرېلنکا خلاف لوبې کې په درېیم ځل غبرګه سلیزه( ډبل سنچري) وکړه.

هغه ۲۰۸ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. روهیت شرما لومړنی نړیوال لوبغاړی شو چې په یوې ورځنیو سیالیو کې درې غبرګې سلیزې کوي.

ده خپله لومړنۍ غبرګه سلیزه د ۲۰۱۳ کال د نومبر په درېیمه نیټه له اسټرالیا سره یوې لوبې کې او دویمه یې بیا د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۱۳ د سرېلنکا سره یوې لوبې وکړې. هغه ۲۰۹، ۲۶۴ او ۲۰۸ منډې کړي دي، چې تر ده مخکې بل هېڅ یو نړیوال لوبغاړی دا ریکارډ نلري.

په نړۍ کې تر دې دمه پنځه لوبغاړو د کرکټ په یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو کې غبرګې سلیزې او یا تر هغې زیاتې منډې کړي دي. د دغو پنځو لوبغاړو له ډلې یې درې هندیان دي.

پر روهیت شرما سربېره د هند دوو نورو پخوانیو لوبغاړو سچن ټنډولکر او ورېندر سیواک هم غبرګې سلیزې کړي دي. سچن ټنډولګر د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۲۴ د جنوبي افریقا په خلاف ۲۰۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده. ورېندر سیواک بیا د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په اتمه د ویسټ انډیز خلاف یوې لوبې کې ۲۱۶ منډې وکړې.

پر هندي لوبغاړو سربېره د ویسټ انډیز کریس ګیل او د نیوزلنډ مارتن ګاپټل دوه نورهغه لوبغاړي دي چې د کرکټ په یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې غبرګې سلیزې کړي دي.

ګریس ګیل د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۲۴ د زمبابوې سره یوې لوبې کې ۲۰۱۵ منډې وکړې. مارټن ګاپټل بیا د همدغه کال د مارچ په ۲۱ د ویسټ انډیز خلاف یوې لوبې کې ۲۳۵ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

په هرې لوبې کې چې نوی ریکارډ جوړیږي زاړه ریکارډونه ماتوي، شاید د دغو لوبغاړو او په خاص ډول د هند د روهیت شرما ریکارډ هم یوه ورځ مات شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG