د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په سي‌ پي ال کې په لومړي ځل لوبغاړي وسوځول


راشد خان د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.
راشد خان د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغان لوبغاړی راشد خان د یکشنبې په ورځ‌ (اګست ۱۳) د کارابین کرکټ لیګ سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا لومړی ځل و چې راشد خان د سي پي ال په لوبو کې دوه لوبغاړي وسوځول. په دغې لوبې کې سنټ لوشیا د راشد خان لوبډلې امازان واریرز ته په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ.

امازان واریرز دغه هدف په وروستي اور کې پوره کړ او په لومړي ځل یې د سي پي ال په سیالیو کې لوبه وګټله. راشد خان ځکه د لوبې غوره لوبغاړی شو چې په څلورو اورونو کې یې یوازې نهه منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

دا تر دې دمه د سي پي‌ ال په سیالیو کې تر ټولو کمې منډې دې چې یو توپ‌ اچونکی یې په څلورو اورونو کې ورکوي. راشد خان لومړنی افغان شو چې په سي پي ال کې د لوبې غوره لوبغاړی کیږي.

امازان واریرز تر دې مخکې دوه لوبې کړې وې او دواړه یې بایللې وې. د محمد نبي لوبډلې سنټ‌ کېټس د راشد خان له لوبډلې امازان واریرز څخه دا دواړه لوبې ګټلې وې.

د سي پی ال د ویبسایټ‌ د معلوماتو له مخې د محمد نبي د لوبډلې لوبه د سه شنبې په ورځ او د راشد خان د لوبډلې لوبه د پنجشنبې په ورځ ده.

دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي د کارابین کرکټ لیګ سیالیو کې لوبیږي. محمد نبي‌ او راشد خان تر دې مخکې د هند او بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم لوبېدلي‌ دي.

دوی دواړو امریکا غږ اشنا ته ویلي چې له دغو سیالیو به ډېرې تجربې ترلاسه کوي‌ او بیا به یې افغانستان ته انتقالوي‌ چې له نورو لوبغاړو سره یې شریکې کړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG