د لاس رسي وړ اتصالات

د هند ټاکنې؛ مودي د بري ادعا وکړه


ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هند یو وار بیا وګټله
ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هند یو وار بیا وګټله

په هند کې د ټاکنو د لومړنیو نتایجو په اساس د اوسني صدراعظم نریندرا مودي ګوند، بهارتیا جنتا، مخکې دی.

د هند د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو په اساس د ښاغلي مودي ګوند د هند د پارلمان د ۵۴۳ څوکیو له ډلې تر دې دمه ۳۰۰ څوکۍ ګټلې دي، خو رایه شمېرنه لا بشپړه نه ده.

ښاغلي مودي وار دمخه د خپل بري اعلان کړی دی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي "موږ یو ځای وده کو او په ګډه به یو غښتلی او ټولشمول هند جوړوو. هند بیا وګټله".

په همدې حال کې ولسمشر غني ښاغلي مودي ته د ټاکنو مبارکي ورکړې ده او هیله یې ښودلې ده چې دواړه هېوادونه به د سیمه ایزې همکارۍ او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره خپلې اړیکې پراخې کړي.

په ټاکنو کې د ښاغلي مودي بري د ملي کانګرس ګوند هیلې خاورې کړې چې د ټاکنو د ګټلو هوډ یې لرلو.

منتقدین د ښاغلي مودي واکمن ګوند په هند کې د مذهبي اقلیتونو په ځپلو تورنوي، په ځانګړي ډول له مسلمانانو سره د هغوی چال چلند د غندلو وړ ګڼي. دهند په څه باندې یو ملیارد نفوس کې شاوخوا ۱۷۰ میلیون یې مسلمانان دي. خو واکمن ګوند تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

د هند په دغو ټاکنو کې شاخوا ۶۷۰ سیاسي ګوندونو او ډلو لږ تر لږه ۸۰۰۰ کسان کاندیدان کړي وو.

د هند د ټاکنو کمیسیون وايي شاوخوا ۹۰۰ میلیون هندیانو په ټاکنو کې د رایو ورکولو حق درلود چې په نړۍ کې بیساری بلل کیږي.

ټاکل شوې چې د هند د ټاکنو وروستۍ پایلې د پنجشنبې (مۍ۲۳) د ورځې په پای او یا د جمعې په سهار اعلان شي.

XS
SM
MD
LG