د لاس رسي وړ اتصالات

د هند انتخابات او د "چوکېدار" د کلیمې پر سر ناندرۍ


د هند انتخاباتو د نړۍ د سترو انتخاباتو څخه ګڼل کیږي
د هند انتخاباتو د نړۍ د سترو انتخاباتو څخه ګڼل کیږي

په هند کې له څو ورځو راهېسې عمومي انتخاباتي او انتخاباتي کمپاینونه روان دي.

د هند دوه لوی ګوندونه، واکمن بهارتیا جانتا او د هند د ملي کانګرس ګوند تر نورو ګوندونو مخکښ بلل کیږي.

د هند د ملي کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي د خپل ګوند له لوري د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید دی چې مخالف یې د هند برحاله صدراعظم نریندرا مودي دی.

ښاغلي مودي په خپلو انتخاباتي شعارونه کې دا خبره وکړه چې هغه د هند (چوکیدار- ساتونکی) دی. هغه وايي د چوکیدار څخه یې هدف د هند ساتونکی دی.

هغه وروسته بیا وویل چي د هند هر وګړی په خپله برخه کې (چوکیدار) دی. وايي معلم د ښوونې چوکیدار دی، د فساد ضد مامورین د اصلاح د برخې چوکیداران دي، د چاپيریال ساتنې کارکوونکي د چاپيریال چوکیداران دی او داسې نور...

خو د هند ملي کانګرس مشر راهول ګاندي د دغه شعار پر ضد یو بل شعار ورکړ او وویل ( چوکیدار غل دی). هغه وايي د دغه شعار څخه یې هدف دا و چې واکمن ګوند په خپلو کارونو کې ژمن نه دی او په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

د هغه دا خبره یواځې د ښاغلي مودي د ادعا په غبرګون کې وه، خو ځینې ناندرۍ یې راوپارولې. د راهول ګاندي په غبرګون کې د نریندرا مودي او د هغه د کابینې د ځینو وزیرانو په ګډن ډېرو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو نومونو سر د (چوکیدار) مختاړی ور زیات کړی دی.

ښاغلي مودي د ۲۰۱۴ کال په عمومي انتخاباتو کې هم دا خبره کړې وه.

XS
SM
MD
LG