د لاس رسي وړ اتصالات

هند د 'پلار او لور د مینې' کمپاین پیل کړی دی


د هند صدر اعظم نریندر مودي د پلرونو نه غوښتنې وو چې د خپلو لوڼو سره عکسونه په ټویټر شریک کړي. د هغه د غوښتنې په ځواب کې په ملیونونو خلکو په سوشل میډیا د لوڼو سره خپل عکسونه شریک کړي دي.د نریندر مودي د دغې اقدام هدف په هند کې د لوڼو د زیږون د مخنیوی نه خلک منع کول او د لوڼو سره مینه ښودل دي

د هند صدر اعظم نریندر مودي دغه نظریه د هند د هریانه ایالت د یو کلي د اوسیدونکو نه اخیستي وه. په دغه کلي کې د ښځو د وضعیت ښه کولو په هدف کوششونه کیږي هندوستانیانو ته په راډیو د صدر اعظم د وینا نه ورسته په زرگونو پلرونو په ټویټر باندي د خپلو لوڼو سره په شریکه پخپله اخیستل شوي عکسونه یا (سیلفي) شریک کړل.

په هند کې خلک د نجونو په پرتله د هلکانو سره زیاته مینه لري
په هند کې خلک د نجونو په پرتله د هلکانو سره زیاته مینه لري

د هند صدر اعظم چې په ټولنیزو رسنیو فعاله دی واېي چې هغه هیله لري چې دا به د نجونو د ژوند د خوندي ساتلو دپاره د ملي غورځنگ کمپاین وي. د هند حکومت د روان کال په پېل کې د نجونو د خونديتوب او تعلیم لپاره کمپاین شروع کړیدی. په هند کې خلک د نجونو په پرتله د هلکانو سره زیاته مینه لري، هر کال په زرگونو خلک د ښځینه اولاد د زیږیدو مخه نیسي او اوس په هند کې د نجونو شمیر د هلکانو په پرتله کم شویدی. په هند کې دا وخت د ١٠٠٠ هلکانو د شمیر په مقابل کې د نجونو شمیر دی.

د نریندر مودي د ټولنیزو رسنیو دغه کمپاین په پوره نړۍ کې مشهور شو او د نورو هیوادونو نه هم پلرونو د خپلو لوڼو سره عکسونه شریک کړل.ښاغلی مودي په دی پوهه دی چې یو ښه عکس څومره اغیز لري. هغه په بیجنگ کې د چین د صدراعظم سره چې کوم عکس اخیستې وو هغه شا اوخوا ٣٠ ملیونو خلکو خوښ کړې وو.

ښاغلی مودي په دی پوهه دی چې یو ښه عکس څومره اغیز لري
ښاغلی مودي په دی پوهه دی چې یو ښه عکس څومره اغیز لري

مودي وویل چې هغه د لوڼو سره عکس شریکولو ته د هغه هغه وخت پام شو چې کله یې په هریانه ایالت کې د یو وړوکي کلي بي بي پور مشر سنیل جگلن دغه کمپاین ولیده.د هند د نورو ایالتونو په پرتله په هریانه ایالت کې جنسي تبعیض ډیر زیات دی.

سنیل جگلن امریکا غږ ته وویل (( کله چې ما د خپلې لور د زیږیدو نه پس په کلي کې شیرني ویشله نو خلکو دا فکر کاوه چې زما زوی شوی دی. چې هغوي په دی خبر شو چې زما زوی نه لور شویده نو هغوي ډیر زیات حیرانه شول چې د لور په زیږیدو خو خلک خفه کیږي.))

په هند کې ښځو د حقوقو فعالین وایی چې هیله من دي چې د مودي دغه کمپاین به د خلکو د میرمنو په هکله په دریځ کې مثبته بدلون راولي

XS
SM
MD
LG