د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې په ښوونځیو کې په حجاب د بندیز ضد مظاهرې پراخې شوې 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په هند کې له هغه وروسته سلګونو مسلمانانو مظاهرې وکړې چې د دغه هېواد په جنوب کې د کارناټکا په ایالت کې د یو ښوونځي ادارې مسلمانو نجونو ته وویل چې نور به په ټولګيو کې ټیکري نه په سروي.

تېره میاشت په یو حکومتي ښوونځي کې نجونو ته د ټیکري نه په سر کولو خبره شوې وه. همدا خبره په دوو نورو ښوونځیو کې هم مسلمانو نجونو ته وشوه.

نن دوشنبه فبروري اوومه (سلواغه۱۷) په دغه ایالت کې د ښوونځیو د دغې پرېکړې په ضد مسلمانانو مظاهرې وکړې. مسلمانان دا کار د هغوی په ضد د تبعیضي چلند د پيل شوې لړۍ یوه برخه بولي.

د کارناټکا د نجونو د اسلامي ټولنې مشره سومیا روشن په یو خبري کنفرانس کې وویل: «دا په خپل ذات کې یو تبعیض دی او د هغو حقونو په ضد کار دی چې د هند اساسي ‌قانون تضمین کړي دي. دا بندیز د زده کوونکو د شخصي انتخاب په ضد دی او [حجاب] بل چا ته زیان نه رسوي.»

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شويو تصویرونو کې ښودل کیږي‌ چې سلګونو کسانو د دغه ایالت په لږ تر لږه دوو ښارونو کې د هند بیرغونه په لاسونو کې نیولي او د حجاب د بندیز په ضد مظاهرې کوي. دا مظاهرې له څو ورځو راهېسې روانې دي.

له مظاهرو وروسته یو ښوونځي مسلمانو نجونو ته د ټکري په سر کولو اجازه ورکړې خو سپارښتنه یې دا ده چې دا نجونې دې له نورو په جلا ټولګيو کې وي. دوو نورو ښوونځیو چې په حجاب یې بندیز لګولی دی، رخصتي اعلان کړې ده.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي ملتپاله ګوند د کارناټکا په ایالت کې حاکم دی. د دغه ګوند یو شمېر چارواکو د دغه بندیز ننګه کړې خو نورو سیاسي مشرانو د هغوی دا دریځ غندلی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې سبا سه شنبه محکمه قضیه اوري‌ او په حجاب د بندیز او نه بندیز په اړه به خپله پرېکړه اعلانوي.

XS
SM
MD
LG