د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د تابعیت د نوي قانون پر ضد د ښځو مظاهرې


د نوي ډهلي په شاهین باغ کې میرمنو د هند د حکومت د تابعیت د نوي قانون پر ضد یوه ستره مظاهره وکړه.

دغو میرمنو پداسې حال کې چې عمومي واټ یې بند کړی و، د هند د تابعیت د نوي قانون په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه.

د تابعیت د نوي قانون له مخې هندو او عیسوي مذهبي چې له افغانستان، پاکستان او بنګلدیش نه هند ته تښتیدلي دي، ورته د هند تابعیت ورکول کیږي، خو مسلمانان وايي چې دا د دوی پر وړاندې تبعیض دی.

له بلې خوا د هند صدراعظم نریندرا مودي د تابعیت له لاسه ورکولو په هکله رامنځ ته شوې اندیښنې بې ځایه بللې دي.

په نوي ډهلي کې په میلیونونو بې وزله مهاجر ژوند کوي.

د رضوانه بانو په نوم یوه میرمن وايي: "زه د ِبهار یم، هلته هر وخت سیلابونه وي، زه کور او دقیق آدرس نه لرم، زه څه ثبوت ورکولای شم؟" هغه وایي ځکه دلته پیاده راغلې او نه غواړي چې ددې ډول اسنادو د نشتون په وجه زندان ته ولاړه شي."

په مظاهره کوونکو کې ډیری میرمنې د لومړي ځل لپاره راوتلې دي، دوی د تابعیت نوي قانون له کبله چې کیدای شي هندي تابعیت یې له ګواښ سره مخ کړي، له کورونو راوتلي دي.

بلخوا په بنګلور کې ۳۰۰۰۰ او په سلیګوري کې ۲۰۰۰۰ او په چینای کې په زرګونو کسانو هم مظاهرې کړې دي.

مظاهره کوونکو د صدراعظم نریندرا مودي د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

د یادولو وړ ده چې د تابعیت د نوي قانون پر ضد مظاهرو کې پولیسو سره په نښتو کې تر اوسه ۲۷ کسان مړه شوې او په سلګونو نور ټپیان دي.

خو د اذرا هاشمي په څیر کسان لا اوس هم د مودي په مشرۍ حکومت د هندو ملتپالنې اجنډا په اړه شک لري.

اذرا هاشمي وايي: "زه په دې ښکلي هیواد کې زیږیدلې یمه، زما اوه نسلونه دلته زیږیدلي او خښ شوې دي، نن ولې تاسو پر موږ فشار راوړۍ چې مهاجر شو. "

د بالیود مشهورې څیرې لکه سوارا بسکار له دغو مظاهرو څخه چې بې رهبره بلل کیږي، ملاتړ کوي، داوطلبان خلکو ته ډوډۍ ورکوي، دې میرمنو سره نارینه هم په خوا کې ولاړ دي.

د سید تاثیر احمد په نوم یو کس وايي "دلته هیڅ سرمایه دار، سیاسي ډله، غیر حکومتي موسسه نشته، ټول عام خلک دي. "

د تابعیت قانون یوازینۍ مسله نه ده، سیما خان چې څلور اولادونه لري د پولیس د بد وضعیت له کبله چې تیره میاشت یې د مسلمانانو په سیمه کې محصلین ټپیان کړي وو، راوتلې ده.

سیما خان وايي "موږ پریکړه کړې چې دا کار نور د منلو نه دی، دلته ډیرې میندې شته، میندې دا نشي لیدلی چې بچیان یې هدف وګرځول شي. "

پر مظاهره کوونکو فشار دی چې مظاهرې پای ته ورسوي، خو ۱۹ ورځې وشوې چې خلک پر سړکونو دي، او وايي تر هغې چې د تابعیت نوی قانون لغوه نشي همدلته به وي.

د نوي ډهلي په ډې لیرې پرتې سیمه کې مسلمانې میرمنې ډیرې کمې لیدل کیږي، خو دوی د تابعیت د نوي قانون پر وړاندې مقاومت شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG