د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې هندویزم ته د خلکو اړ ایستلو ناندرې پارولي


د هند صدراعظم نریندرا مودي او د هغه د کابینې وزیران
د هند صدراعظم نریندرا مودي او د هغه د کابینې وزیران

د هند په پارلمان کې د حکومت د مخالف گوند وکیلان پر صدراعظم نریندرا مودي باندې تور لگوي چې د خپل گوند د سخت دریځه عناصرو په وړاندې یې چې د اقلیتي مذهبونو پیروان په زور د هندویزم منلو ته مجبوروي، جدي عمل نه دی کړی. دې کار د دوشنبې په ورځ په پارلمان کې غوغا رامنځ ته کړه او د سنا مجلس د غالمغال په وجه څو ځلې خپله غونډه وځنډوله.

ښي اړخه هندو ډلو چې د واکمن بهارتیا جنتا گوند متحدین دي د هند په گوټ گوټ کې تیره اونۍ یو لړ ځانگړې غونډې جوړې کړې وې چې عیسویان او مسلمانان هندویزم یا د هندو مذهب ته واړوي.

دا په داسې حال کې دي چې وروسته بیا یو شمیر مسلمانانو وویل چې د ویرې او ډار په وجه یې خپل مذهب بدل کړی دی. دې کار په هند کې چې له کلونو راهیسې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د پرله پسې تاوتریخوالي سره لاس او گریوان دی، د مذهبي اشتراکیت او د مخ په زیاتیدونکي سیاسي بیلتون تخیل یا فکري لید لور خواته تمایل زیات کړی دی.

د هند اکثریت هندو مذهبه دي، خو مسلمانان یې ستر اقلیت دی او د عیسویانو لږککی هم لري.

د هند صدراعظم مودي پخپله یو څرگند ملتپاله هندو او د اوږدې مودې راهیسې د رشتریوا سوایام سیواک دال " Rashtriya Swayam Sevak Dal " په نوم مذهبي ډلې غړی دی چې دا ډله د هغو دوو عمدو مذهبي گروپونو له جملې څخه ده چې هندو مذهب ته د نورو مذاهبو د پیروانو د رااړولو لړې یې پیل کړې او ښاغلي مودي یې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

د یکشنبې په ورځ د هند په جنوبي ایالت کیرالا کې د ویشوا هندو پریشاد یا د هندوانو نړیوالې شورا، دیرش تنه عیسویان، هندویزم ته واړول. په لویدیځ ایالت گجرات کې د هندوانو د نړیوالې شورا په وینا د اونۍ په پای کې، دوه سوه عیسویان د "کور ته د راتگ" په نامه د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې د هندو مذهب ته واوښتل.

سخت دریځه هندوان هندو مذهب ته د نورو مذاهبو د پیرانو د اړولو غونډې د "کورته د رتگ" په نامه یادوي چې د هغوی په اند اقلیت مذهبي ډلې د هندوانو له سلسلې څخه دي چې عیسویت او اسلام ته اوښتي دي.

د همدې میاشتې په پیل کې ورته غونډې په شمالي ایالت اوترا پرادیش کې هم جوړې شوې وې چې په ترڅ کې یې سل تنه مسلمانان هندویزم ته اوښتي وو. وروسته بیا زیات شمیر دغو مسلمانانو ویلي وو چې هغوی ته گواښ شوی و که دا کار ونه کړي نو د تاوتریخوالي سره به مخامخ شي او دا چې له هغوی سره وعده شوې ده چې که د هندو مذهب قبول کړي نو د حکومت له لورې به ورته راشن کارتونه (ماکولات) او پیسې ورکړل شي.

د هندوانو سخت دریځه سازمانونه د ښاغلي مودي عمده سیاسي پلویان دي چې د روان کال په لومړیو کې یې د اوږدمهاله واکمن گوند کانگرس په وړاندې بریالیتوب ترلاسه کړ. د نوموړي له انتخابیدو راهیسې سخت دریځه هندو ډلو آواز اوچت کړی او د هندو ملت په لور د هند د اوښتلو غږ یې پورته کړی دی.

د هندوانو د نړیوالې شورا په نامه د مذهبي ډلې مشر پراوین توگادیا څو د اونۍ په پای کې په خپله وینا کې وویل " مونږ غواړو په هیواد کې د هندوانو فیصدي سل په سلو کړو." او زیاته یې کړه چې " مونږ به دا ونه زغمو چې هندوان په دې هیواد کې اقلیت شي."

د هند مسلمانان له اوږدې مودې راهیسې د مودي له واکمنۍ ډاریدل. په دوه زره دویم کال کې هغه په دې تورن شوی و چې د گجرات په ایالت کې یې د مسلمانانو پر ضد پاڅون په مخنیوي کې پاتې راغلی و، چیرته چې ښاغلی مودي یو لوړپوړی ټاکل شوی چارواکی و. د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په هغه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه زر تنه مړه شول. ښاغلی مودي دغه تورونه رد کړي او د هند سترې محکمې ویلي چې د هغه د محاکمه کولو لپاره یې هیڅ شواهد نه دي ترلاسه کړي.

یو شمیر عیسوي ډلې وایي چې د دوی په ټولنو کې هم ویره او ډار مخ په پراخیدو دی. د روانې میاشتې په پیل کې په نوي ډهلي کې د رومن کاتولیک کلیسا وسوزیده چې گمان کیږي قصدي به ورته اور اچول شوی وي. تیره اونۍ په جنوبي ایالت حیدرآباد کې د مسیحي میلاد په ویاړ سندرویونکو پر یوې ډلې باندې برید وشو.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د پارلمان غړي د تیرې اونۍ راهیسې د هندویزم ته د اړولو پر غونډو باندې اعتراضونه کوي، او د هندوانو مشران اعلامیې خپروي، ښاغلي مودي په څرگنده دا موضوعات په عمومي توگه نه دي ذکر کړي.

زیاتو اقلیت مذهبي ډلو ته دغه موضوع د ژورې اندیښنې وړ ده. د نوي ډهلي د عیسویانو مذهبي مشر ډومنیک ایمانویل وایي " د صدراعظم دا ډول چوپتیا مونږ زوروي." او زیاتوي چې که مودي اوس ونه گړیږي، نو حالات به یې له لاسه ووځي."

عیسویان د هند د یو عشاریه دوه میلیارد نفوس دوه عشاریه درې فیصده دي چې تر ډیره له هندوانو سره سوله ییز ژوند لري او د هند نفوس څوارلس په سلو کې مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG