د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د باران نه وروسته ځمکه ښویدلې، د ۴۳ کسانو مړي تر اوسه پیدا شوي


د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې پوځ هم مرسته کوي.
د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې پوځ هم مرسته کوي.

د هند په جنوب کې د موسمي بارانونو له وجې ځمکه ښویدلې، او هغه کسان یې د خارو خزلو لاندې کړي چې د چای جوړولو په شرکتونو کې یې کار کاوه.

سیمه ایزو مطبوعاتو ویلي په کومه سیمه کې چې ځمکه ښویدلې، شاوخوا ۷۸ کسانو پکې ژوند کاوه خو ژغورونکو تر اوسه یوازې د ۴۳ کسانو مړي پیدا کړي او نور لا تري تم دي.

پیښه د جمعې په ورځ د کیرالا ایالت د آیډوکي په ولسوالۍ کې شوې.

په موسمي بارانونو کې د دې نه وړاندې هم د کیرالا ایالت ځپل شوی.

د جنوبي آسیا د هیوادونو لپاره دا موسمي بارانونه ځکه ضروري دي چې سیندونه یې د اوبو نه ډکیږي او بزګرانو ته هم د کښت لپاره په کافي اندزاه اوبه برابروي خو دا چې اکثریت خلک د خټو په کورونو کې ژوند کوي، ډیری وخت دا موسمي بارانونه د زیاتې ورانۍ او مرګ ژوبلې سبب هم کیږي.

په هند، بنګله دیش او نیپال کې په همدې تیرو څو اوونیو کې د ۳۰۰ نه ډیر سکان په سیلابونو او د ځمکې ښویدنې په پیښو کې وژل شوي.

XS
SM
MD
LG