د لاس رسي وړ اتصالات

د هند فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په دوه کیلومترۍ کې ورکه شوې


د ٢٠١٩ کال د جولای په ٢٢ هند سپوږمۍ ته فضایي بېړۍ استولې وه

د هند د فضایي څیړنو ادارې اعلان کړی چې د هغې فضایي بېړۍ سره سره ټول تماسونه قطع شوي چې سپوږمۍ ته یې استولې وه.

تر اوسه دا نده څرگنده چې دغه فضایي بېړۍ لویدلې او یا نده توانیدلې چې په بریالیتوب سره په سپوږمۍ کې کښیني.

د هند د فضایي څیړنو ادارې ویلي ددې فضایي بېړۍ سره یې د سپوږمۍ تر دوه کیلومترۍ پورې اړیکه ټینگه کړې وه او ټول شیان عادي وو.

د هند صدراعظم نرندرا مودي چې په سپوږمۍ کې ددغې فضایي بېړۍ د کښیناستو د جریان لیدلو ته په بنگلور کې فضایي مرکز ته تللی و، هیله څرگنده کړې چې ددې فضایي بېړۍ سره د تماس قطع کیدل د هغې د سقوط له وجې نه وي.

د هند د فضایي څیړنو د ادارې مقاماتو ویلي چې د وروستیو اطلاعاتو د څیړلو په حال کې دي تر څو پوه شي چې څه پیښ شوي دي.

سپوږمۍ ته ددې فضایي بېړۍ استول د ١۴١ میلیون ډالرو ماموریت و. د هند فضایي ادارې اعلان کړی چې دغه ماموریت په سپوږمۍ کې د موجودو منرالونو د ازمایلو لپاره و او همداشان هڅه به وکړي چې د سپوږمۍ د سطحې نه د نقشې اخیستلو تر څنگ پدغه کره کې د اوبو منابع ومومي.

په همدې برخه کې هند په ٢٠٠٨ کال کې یوه فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په لور استولې وه چې د رادار له لارې یې په سپوږمۍ کې د اوبو زیرمې لټولې.

د هند صدراعظم نرندرا مودي د هیواد د فضایي ادارې لاسته راوړنې پدې خاطر ستایلي چې هند غواړي د نړۍ یو مهم قدرت شي.

د هند د فضایي ادارې رئیس ددغه نوې فضایي بېړۍ د استولو ماموریت ددې ادارې په تاریخ کې "یو پیچلی پروگرام" گڼلی و.

XS
SM
MD
LG