د لاس رسي وړ اتصالات

د هند یو فلمي ستوري ځان وواژه


پولیس وايي لا د هغه د ځان وژنې علت معلوم نه دی
پولیس وايي لا د هغه د ځان وژنې علت معلوم نه دی

هندي رسنۍ وایي‌ چې د بالیووډ ۳۴ کلن ستوري سوشانت سینګ راجپوت په ممبۍ کې په خپل کور کې ځان وژلی دی.

د ممبۍ د پولیسو کمېشنر د یکشنبې په ورځ جون ۱۴(غبرګولي۲۵) د هغه د ځان وژلو خبر تائید کړی دی.

پولیس وايي د هغه د ځان وژنې علت لا معلوم نه دی او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

په هند کې سینمايي ستوریو او د فلم یو شمېر جوړوونکو او ډایرکټرانو د هغه په مرګ خواشینې ښودلې ده.

د هند د سینما وتلي ستوري اکشی کمار په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "رښتیا وایم. دې پېښې هک حیران کړی یم او هېڅ نشم ویلی."

هغه لیکلي دي‌ چې راجپوت یو ښه هنرمند و او کورنۍ ته یې تسلیت وایم.

سوشانت سینګ راجپوت په یو شمېر کامیابو فلمونو کې لوبېدلی و.

هغه د هند د کرکټ د ملي لوبډلې په مخکني کپتان مهندر سنګ ډوني باندې په جوړ شوي‌ فلم کې د ډوني په رول کې اداکاري کړې وه او هغه فلم یې بریالی شوی و.

راجپوت داسې مهال ځان وژلی دی چې همدا څه موده مخکې د هند د سینما یو بل وتلی ستوری عرفان خان او ریشي کپور هم مړه شول.

XS
SM
MD
LG