د لاس رسي وړ اتصالات

هند د هلیکوپترو د تولید یو لوی شرکت پرانیست


د هند صدراعظم د الوتکو د تولید په نوي شرکت کې
د هند صدراعظم د الوتکو د تولید په نوي شرکت کې

هند د دوشنبې په ورځ فبروري‌ شپږمه (سلواغه۱۷) د هلیکوپتر جوړولو یو لوی شرکت پرانیست چې د چارواکو په وینا په کال کې ۱۰۰۰ هلیکوپتر تولیدولای شي.

هند سیمه ایز رقابت او د چین نظامي جاه طلبۍ ته په پام سره خپله نظامي بودیجه په روان کال کې ۱۳ سلنه زیاته او نژدې ۲۰ میلیارد ډالرو ته یې ورسوله. په دې کې د وسلو او نورو جنګي وسایلو تولید هم شامل دي.

سره له دې چې هند د صنایعو داخلي ظرفیت هم لري،‌ خو په نړۍ کې د وسلو لوی واردوونکی هېواد بلل کېږي او تر ډېره د روسیې په وسلو متکي دی او له ډېر وخت راهیسې خپلې زیاتره وسلې له روسیې واردوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د کرناتاکا په ایالت کې د دغه شرکت د افتتاح په مراسمو کې وویل چې دا ډول تاسیسات به په نورو هېوادونو باندې د هند پوځي اتکا کمه کړي.

هغه وویل: «خوشحالم چې اوس -ټوپکې، عصري‌ تعرضي ټانګونه، الوتکې، هلیکوپتر، ترانسپورتي طیارې- او سلګونه نورې دفاعي وسلې او سیستمونه په هند کې تولید کېږي.»

مقامات وايي چې د هلیکوپترو د تولید دا فابریکه، چې په اسیا کې د خپل ډول لومړۍ بلل کېږي، په اول سر کې به ساده طرحه شوې څرخي الوتکې تولیدوي او بیا به ورو ورو د پرمختللو هلیکوپترونو تولید ته مخه کوي.

هند څه موده مخکې د خپلو دفاعي‌ انجنیرانو په لاس یوه جوړه شوې الوتکه نندارې ته وړاندې کړه چې د همالیا د لوړو په څېر ځایونو کې پروازونه کولای شي.

هند همدغه راز په ۲۰۲۲ کې لومړۍ الوتکه انتقالوونکې بېړۍ هم وښودله چې د چین د مخ په زیاتېدونکي نفوذ سره د مقابلې لپاره یو لوی ګام بلل کېږي.

هند په اسیا کې درېیم لوی اقتصاد دی او همدغه راز تر اوبو لاندې د یوې اتومي دستګاه څخه یې خپل یو تولید شوی میزایل هم په بریالي ډول ازمایلی او دا مهال د نړۍ د هغوی شپږو هېوادونو په کتار کې راځي چې په وچې، اوبو او هوا کې د اتومي برید وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG