د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پولیسو د کم عمره نجونو د ودونو په تور ۲۰۰۰ نارینه نیولي دي 


په ۲۰۱۷ کال کې د هند په یو مندر کې د ماشومو نجونو د ودولو مراسم
په ۲۰۱۷ کال کې د هند په یو مندر کې د ماشومو نجونو د ودولو مراسم

د هند په آسام ایالت کې پولیسو څه دپاسه ۲۰۰۰ نارینه د کم عمره نجونو سره د واده کولو یا د ودونو د تنظیم کولو په تور نیولي دي.

ددې ایالت اعلی وزیر همانتا بسوا سرما د جمعې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) ویلي چې ددې کار د مرتکبینو په وړاندې به په پرله پسې توګه دا ډول اقداماتو ته دوام ورکړي.

همانتا بسوا سرما د رویټرز اژانس ته وویل چې پولیسو د پنجشنبې په شپه نیول پیل کړل او د نورو دغه ډول کسانو چې په معبدونو او جوماتونو کې ددې ډول ودونو په ثبتولو کې مرسته کوي، د نیولو احتمال هم شته.

هغه وویل، "د ماشومانو ودونه د ماشوم د امیندوارۍ اصلي لامل دی، چې په پایله کې یې په لوړه کچه د میندو او ماشومانو د مړینې سبب کیږي."

په هند کې له ۱۸ کلونو کم عمره کسانو واده کول غیر قانوني دي، خو له دې قانون څخه په ښکاره سرغړونه کېږي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې هند د ۲۲۳ میلیونو ماشومو ناویو په لرلو سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې دی. ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف د ۲۰۲۰ کال په یو راپور کې ویلي، هر کال پدې هیواد کې نږدې ۱.۵ میلیونه کم عمره نجونې واده کیږي.

د هند د آسام ایالت اعلی وزیر سرما وویل: "له مسلمانانو څخه تر هندوانو، عیسویانو، قبایلي خلکو او د هغو ټولنو پورې چې د چایو په باغونو کې کار کوي، د ټولو مذهبونو او ټولنو نارینه په کې شامل دي چې د دې ناوړه ټولنیز جرم په تړلو نیول شوي دي."

هغه زیاته کړه، د آسام حکومت د ۴۰۰۴ کسانو په وړاندې د ماشومانو د ودونو اړوند قضیې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG