د لاس رسي وړ اتصالات

گاندي: د تابعیت نوی قانون د هند په تاریخ او فرهنگ یرغل دی


د هند د حکومت د سیاسي مخالف کانگرس گوند مشر راهول گاندي
د هند د حکومت د سیاسي مخالف کانگرس گوند مشر راهول گاندي

په زرگونو اعتراض کوونکو نن د شنبې په ورځ دسمبر ٢٨ (مرغومي ٨) یو ځل بیا لارو کوڅو ته مخه کړه او د دین په بنسټ د هند د تابعیت د نوي قانون پر ضد یې مظاهرې وکړې.

یو اعتراض کوونکي دغه نوی قانون د جرمني د نازي رژیم د نورمبرگ د قانون سره پرتله کړ چې له مخې یې جرمنان له نورو ملتونو څخه غوره گڼل کیدل.

د هند د "حکومت سیاسي مخالف" کانگرس گوند مشر راهول گاندي د دین په اساس د تابعیت ورکولو نوی قانون د هیواد پر تاریخ او فرهنگ باندې یرغل وگاڼه.

منتقدین وایي چې د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د ملتپاله حکومت دغه قانون د هند پر سیکولر اساسي قانون باندې برید ده.

ددغه قانون له مخې پرته له مسلمانانو څخه نورو مهاجرینو ته چې د ٢٠١٥ کال نه مخکې له افغانستان، پاکستان او بنگله‌دیش څخه هند ته تښتیدلي دي د هند تابعیت ورکول کیږي.

د یو بل رپوټ له مخې د نهد په شمال کې د اترپردیش ایالت وزیر اعلی د بشري حقونو د ډلو ادعاوی ردې کړې دي چې وایي پولیسو له مظاهره کوونکو سره بد چلند کړی دی.

ددغه قانون پر ضد مظاهرو کې چې د دسمبر د میاشتې له لومړیو نیټې څخه پیل شوي تر اوسه شاوخوا ٢٥ کسان وژل شوي او په سلگونو نور ټپیان او یا بندیان شوي دي. د وژل شویو کسانو له ډلې نه ١٩ تنه یې د اوترپردیش گڼ میشته ایالت اوسیدونکي وو.

XS
SM
MD
LG