د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې ښځو د هیواد تر ټولو عالي پوځي اکاډمۍ کې د زده کړو اجازه ومونده


د لومړي ځل لپاره په هند کې ښځې اوس کولای شي ددې هیواد په مخکښه پوځي اکاډمۍ کې د داخلیدو درخواست ورکړي او د نړۍ په دوهم ستر پوځ کې لوړو رتبو ته ورسیږي.

د هند سترې محکمې په روانه میاشت کې د هند د ملي پوځي کالج د شمولیت په ازموینه کې د ښځو ګډون ته لاره پرانستله چې د نومبر په میاشت کې ترسره کیږي.

د سترې محکمې دغه حکم وروسته له هغې صادر شو چې په یوه عامه غوښتنلیک کې استدلال شوی و چې په ملي پوځي کالج کې د ښځو د داخلیدو مخنیوی له اساسي قانونه سرغړونه ده چې د جنسیت په اساس توپیر یې منع کړی دی.

د هند د پوځ پخواني جنرال اچ اس پانګ امریکاغږ ته وویل: "د جنسي مساوات په پام کې نیولو سره دا لومړنی ښه ګام دی او باید دې واقعیت ته په پاملرنې سره چې ښځې په ټوله نړۍ کې په پوځ کې د زیات رول لرلو په لټه کې دي، باید دا کار شوی وای ."

له دې دمخه په هند کې ښځو په ملي پوځي کالج کې چې د زده کړو څلور کلنه دوره لري، د داخلیدو حق نه درلود او یواځې د زده کړو د یوې ۱۱میاشتنۍ دورې وروسته په اردو کې داخلیدې چې لوړو رتبو ته د هغوی د مخنیوي سبب کیده او د هغوی کار ۱۴کاله محدود شوی و.

که څه هم چې په دې ملي پوځي اکاډمۍ کې شمولیت ښځې د نارینه و سره یوشان کوي خو د پوځ په محاربوي برخه کې د هغوی رول همداسې محدود پاته کیږي.

ښځې د هند د ۱.۳میلیون کسیز وسله وال ځواک یوه کوچنۍ برخه دي چې شمیریې نیم فیصد څخه کم دی پداسې حال کې چې په هوایي پوځ کې د هغوی شمیر ۱.۸فیصده او په سمندري ځواکونو کې ۶.۵فیصده دی.

یواځې د نړۍ په ګوتو شمیر هیوادونه لکه آسترالیا، جرمني، اسرائیل او متحده ایالات په محاربوي قطعاتو کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG