د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایران ته ځي


د هند حکومت شنبه جنوري ۱۳ (مرغومي ۲۳) ویلي چې ټاکل شوې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني رسمي سفر ایران ته ولاړ شي.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې سوبرامونیم جیشنکر د یکشنبې په ورځ ایران ته ځي او پلان لري چې د خپل ایراني سیال امیر حسین عبداللهیان سره په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د هند تر ټولو جګپوړی دیپلومات داسې مهال ایران ته ځي چې غربي هیوادونو د لومړي ځل لپاره په یمن کې د حوثي یاغیانو په څو مرکزونو پدې خاطر بریدونه وکړل چې دا ډله په سرې بحیرې کې سوداګریزې کښتۍ په نښه کوي.

همدارنګه تیره میاشت د هند اوبو سره نږدې په یوې کښتۍ د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو برید وشو چې متحده ایالاتو یې ملامتي په ایران واچوله خو ایراني چارواکو دا ادعاوې "بې ارزښته" وبللې.

د هند حکومت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا ښاغلي جیشنکر به د ایران سره په سرې بحیرې کې د حوثیانو لخوا په سوداګریزو کښتیو بریدونو په هکله وغږیږي که نه.

د سرې بحیرې تر څنګ د عربو په بحیرې کې هم په سوداګریزو کښتیو د بریدونو څخه وروسته هند خپلې ګزمې د پام وړ توګه ډیرې کړي تر څو له یوې خوا پدې سیمې کې خپل حضور وښیي او له بلې خوا په کښتیو د بریدونو مخنیوی وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د همدې تیرې پنجشبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره هم په سمندر کې د امنیتي او په ځانګړې توګه سرې بحیرې کې د ستونزو په هکله خبرې کړیدي.

حوثي تندلارو، چې د یمن په ډېرې برخې کنترول لري، د څو اوونیو راهیسې په سرې بحیرې کې د باب المندب په تنګي کې د نړیوالو کښتیو تګ راتګ کډوډ کړی و. دوی وايي چې دا بریدونه په غزې باندې د اسرائیل د بریدونه په ځواب کې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د اکتوبر له اوومې نېټې د حماس او اسرائیل ترمنځ له جګړې را وروسته حوثي یاغیانو په سرې بحیري او اسرائیل کې په هدفونو باندې د بې پيلوټه الوتکو او میزایلو څه باندې ۱۰۰ بریدونه کړي دي. د دغو بریدونو له کبله څه باندې ۲۰۰۰ کښتیو خپلې لارې بدلې کړې او او زرګونه کیلو میتر اضافه مزل یې کړی چې خوندي وي.

حوثي جنګیالي وايي چې د اسرائیل کښتۍ او اسرائیل په نښه کوي او تر څو پورې چې په غزې کې یې عملیات روان وي، دوی به هغه کښتۍ هم په نښه کوي چې د اسرائیل په لوري روانې وې.

متحده ایالاتو او بریتانیې په روانې اوونۍ کې په سرې بحیرې کې په کښتیو د بریدونو په غبرګون کې په یمن کې دننه د حوثیانو ځینو مرکزونه په نښه کړل چې د سیمې یو شمیر هیوادونو پرې اندیښنه څرګنده کړې.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ بیا ویلي چې جنګي جیټ الوتکو، د بحري ځواکونو جنګي کښتیو او اوبتلونو په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې ۱۶ سیمو کې تر ۶۰ ډیر ځایونه ویشتي چې د سوق ادارې مرکزونه، د مهماتو ډیپوګانې، د توغندیو او ډرون الوتکو وارولو سیستیمونه او د تولید تاسیسات پکې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG