د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کرونا له کبله ځينې تړل شوي شرکتونه بېرته پرانیزي


د هند د نساجي یوه کارخانه
د هند د نساجي یوه کارخانه

د هند د حکومت یو شمیر منابع وایي هند په پام کې لري چې د کروناویروس په وجه تړل شوې یو لړ صنعتي کارونه بیرته پرانیزي.

د هند یو شمیر حکومتي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د حکومت دغه اقدام پدې خاطر نیول شوی چې د کروناویروس په وجه د اقتصاد ځپل کیدل جبران کاندي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په هند کې د دوشنبې د ورځې اپریل ۱۳ (وري ۲۵) تر سهاره د کروناویروس ۹۲۴۰ تائید شوې پیښې ثبت شوي دي او تر اوسه ۳۳۱ کسان پدې ویروس مړه شوي دي.

ټاکل شوې چې د هند حکومت دغه تصمیم په همدې اونۍ کې ونیسي. د هند ۲۱ ورځنی قرنطین د مهالویش له مخې د سه شنبې په ورځ پای ته رسیږي.

د رویترز اژانس وایي چې د هند د صنایعو وزارت یو مکتوب یې لیدلی چې د تولیدي چارو د بیرته پیل کیدو سپارښتنه یې کړې ده چې په هغو کې د موټر جوړولو، نساجي، دفاعي، الکترونیک او یو لړ نورو شرکتونو بیرته پرانستل تجویز شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کروناویروس د نن دوشنبې تر سهار اپریل ۱۳ (وري ۲۵) پورې ۱۱۴۲۶۹ کسان مړه کړي او نژدې دوه میلیون پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG