د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ هند کې طبي وسایل نشته، ډاکټران له باراني بالاپوشونو کار اخلي


په هند کې په کروناویروس باندې د اخته کیدو د مخنیوي لپاره د طبي لوازمو په ځانګړې توګه د ماسکونو، خولیو او چپنونو نشتون تر دې حده دی چې د رویترز اژانس په وینا ډاکتران اړ شوي چې د ځان ژغورنې لپاره د باراني بالاپوشونو او د موټرسایکل چلولو له خولیو څخه کار واخلي.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي حکومت وایي هیواد یې هڅه کوي چې دغه ډول وسایل دننه په هیواد کې او د جنوبي کوریا او چین څخه ترلاسه کړي.

یو شمیر ډاکتران چې په کروناویروس کوید ۱۹، اخته مریضانو سره سر او کار لري اندیښمن دي چې که محافظتي روغتیایي وسایل او لوازم ونلري ښایي په کروناویروس اخته او هغه نورو ته انتقال کړي.

په هند کې تر اوسه د کروناویروس ۱۲۵۱ پیښې ثبت شوي او د ۳۲ کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.

د هند تر ټولو ګڼ میشته ایالت اوترپرادیش کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۳۱ د روغتیایي امبولاسونو شاوخوا ۴۷۰۰ ډریورانو اعتصاب کړی دی او د ویروس څخه د ژغورونکو وسایلو غوښتنه کوي. دغه ډریوران چې اکثر حکومتي روغتونونو ته کار کوي وایي تر هغه به کار ته حاضر نشي تر څو غوښتنې یې نه وي منل شوي.

د یوې وړاندوینې له مخې کیدای شي تر مۍ میاشتې پورې په هند کې څه دپاسه ۱۰۰زره کسان په کروناویروس اخته شي چې دا کار به د هند نیمګړی روغتیایي سیستم او وارخطا ډاکتران د سخت فشار لاندې راولي.

د هند په کلکته ښار کې یو شمیر ډاکترانو ویلي چې تیره اونۍ د کروناویروس د ناروغانو په عمده مرکزونو کې هغوی ته د محافظتي کالیو پر ځای پلاستیکي باراني بالاپوشونو ورکړل شوي وو. خو مقامات پدې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

دا پداسې حال کې دي چې د هند په شمالي ایالت هریانا کې چې ډهلي ته نژدې پروت دی ډاکتر سندیپ گارگ، وویل هغه پدې خاطر چې ماسک نلري د موټرسایکل له خولۍ نه کار اخلي.

د هند د روغتیا وزارت تر اوسه پدې هکله نظر ندی څرګند کړی.

نه یواځې په هند بلکه په ټوله نړۍ کې د کروناویروس ضد مبارزې لپاره د ماسکونو په ګډون د طبي وسایلو کموالی یوه لویه نړیواله ستونزه ده چې حتی د امریکا د متحده ایالاتو په څیر لوی قوتونه هم له دغه چلنج سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG