د لاس رسي وړ اتصالات

هند: ایران نغواړي د چابهار بندر درې اړخیز قرار داد عملي شي


د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وایي ایران د چابهار بندر د قرار داد د شرایطو په بدلولو سره مشکلات رامنځ ته کوي

د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر اس جي شنکر له یوې هندي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي د چابهار بندر پروژې کار ځکه ځنډیدلی چې ایران په تیرو دریو کلونو کې د هند، افغانستان او ایران د شوي قرار داد شرایط په بنیادي ډول بدل کړي دي.

جی شنکر چې د روان کال په جنوري میاشت کې له خپلې دندې سره مخه ښه کړې ، اوس یې په تازه څرګندونو کې د چابهار بندر پروژې پر وړاندې ستر خنډ ایران بللی دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وایي د چابهار په بندر کې پانګونه د افغانانو په ګټه نده ځکه د افغانستان دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان تل له افغانستان سره په اقتصادي مسایلو کې سیاست دخیل کړی او له همدې امله په یادو هیوادونو کې د افغان متشبثینو پانګونه ګټوره تمامیدای نشي.

د ښاغلي اکبر په وینا پر ایران د بندیزونو لګیدو ته په پآم سره، افغانان د چابهار بندر څخه ګټه نشي پورته کولای.

ښاغلي تاج محمد اکبر له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغانستان په خپله خاوره کې دیرې پانګونې ته اړتیا لري.

خو نوموړي د مرکزي آسیا له هیوادونو سره د نویو ترانزیتي لارو پرانیستل غوره ګام بللی دی.

هوايي دهلیزونه

ښاغلی اکبر وايي هوایي دهلیزونو د مجبوریت له مخې رامنځ ته شوي او له دې لارې د تجارت کول د توکو د تمام شد بیه لوړوي.

نوموړي وویل که څه هم متشبثین له دې ډول امکاناتو سبسایډی اخلي او د دولت له خوا حمایه کیږي خو که حکومت ددې پرځای د ترانزیت ، ترانسپورت، بنسټونو او قوانینو په برخه کې پانګونه وکړي نو ګټي به یې خورا زیاتې وي.

افغانستان په دې وروستیو کې له هند، متحدو عربي اماراتو ، قزاقستان او ترکیې سره هوایي دهلیزونه پرانیستي دي.

هند چې د چابهار بندر افغانستان او مرکزي آسیا ته د نښلیدو غوره لار بولي، د اوسني فاز د تکمیل لپاره یې ۸۵ میلیونه ډالره او د ټولې پروژې لپاره یې د ۵۰۰ میلیونو دالره ژمنه کړېده.

رپوټ: سمیع الله جلالزی - امریکا غږ

XS
SM
MD
LG