د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د ۲۰۲۲ نړیوال جام تر ټولو ستره سیالي ؛ هند د پاکستان په خلاف


ټاکل شوې یکشنبه اکټوبر ۲۳ د اسټرالیا د ملبورن په لوبغالي کې د ۲۰۲۲ کال د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې یوه تر ټولو په زړه پورې لوبه د دوو مهمو سیالانو هند او پاکستان د لوبډلو تر منځ وشي.

دواړو لوبډلو یو یو ځل د دې جام اتلولي ګټلې.

دا چې د هند او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو لوبو لړۍ د خرابو سیاسي اړیکو له کبله ځنډیدلې معمولاً هغو سیالیو ته د دواړو لوبډلو مینه وال ډیر په تمه وي چې د دوو څخه ډیرې لوبډلې پکې برخه ولري او دا دواړه هیوادونه د یو بل سره د سیالۍ ډګر کې مخامخ کیږي.

سره لدې چې د هند کپتان روهیت شرما ویلي لوبډله یې د یکشنبې د ورځې لوبې ته بشپړه چمتو ده خو یوه اندیښنه دا ده چې ښایي په همدې ورځ د ملبورن په ښار کې باران وشي.

ښاغلي شرما ویلي چې د لوبې پچه مهمه ده او "سړی هیڅ نه پوهیږي چې سبا ته به د ملبون هوا څخه ډول وي ځکه چې بدلیږي را بدلیږي".

هغه زیاته کړه، "هغه څه چې زمونږ په کنټرول کي دي، کوښښ به وکړو چې کنټرول یې کړو. زمونږ فکر به یوازې د ۴۰ اورونو لوبې ته وي او د هغې لپاره مونږ پوره چمتو یو. او که وضعیت داسې شو چې لوبه لنډه شوه، هغې ته هم چمتو یو".

پدې لوبې کې هند ښایي د پاکستان لوبډلې په پرتله یو څه ډیر تر فشار لاندې وي ځکه نه غواړي چې د پروسږکال لوبه تکرار شي. د پاکستان لوبډلې تیر کال په نړیوال جام کې د هند هدف پداسې حال کې ورپوره کړ او لوبه یې وګټله چې هیڅ یو لوبغاړی یې نه و سوځیدلی او لومړی ځل و چې د پاکستان لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې د هند د لوبډلې څخه یوه لوبه وګټله.

د پاکستان د لوبډلې کپتان بابر اعظم هم منلې چې د یکشنبې ورځې په لوبې کې به فشار ډیر وي خو هڅه به یې دا وي چې "پخپلو وړتیاوو باور ولري او هر څه ساده ونیسي".

هند چې اوس مهال د کرکټ د نړیوالې شورا د شلو شلو اورونو د لوبډلو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، د ۲۰۱۳ کال راپدیخوا چې د اتلولۍ جام یې ګټلی، هیڅ یو نړیوال یا د داسې لوبو جام ندی ګټلې چې د دوو څخه ډیرې لوبډلې پکې برخه ولري.

XS
SM
MD
LG