د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې زهرجنو شرابو ۲۵ تنه مړه کړل 


تر دې مخکې هم په هند کې زهرجنو شرابو ډېر کسان مړه کړي
تر دې مخکې هم په هند کې زهرجنو شرابو ډېر کسان مړه کړي

د هند د اتراپردیش په ایالت کې چارواکي وايي ۲۵ کسان د زهرجنو شرابو له څښلو وروسته مړه شوي دي.

د دغه ایالت د پولیسو ویاند عجب سینګ وویل چې یو شمېر نور خلک له دې کبله په روغتون کې بستر دي.

پولیسو لس تنه د دغې قضیې په تړاو نیولي دي. سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی دی چې دغو خلکو دا شراب له یوې هټۍ څخه اخیستي وو چې دوه وروڼه یې مالکان دي.

په هند کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته حکومت د شرابو د پېر او پلور هټۍ بندې کړې، خو د اتراپریش په ایالت کې د مۍ ۱۱ ځینو هټیو ته اجازه ورکړل شوه چې په مشخصو ساعتونو کې شراب وپلوري.

تر دې دمه معلومات نشته چې دا شراب په کوم ځای کې تولید شوي وو.

د یو اټکل په اساس هرکال په هند کې پنځه میلیارد لیټر شراب پلورل کیږي چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې په غیر قانوني توګه تولید او پلورل کیږي.

تېرکال د هند د پنجاب په ایالت کې ۹۸ کسان له هغه وروسته مړه شول چې بې کیفیته شراب یې وڅکل.

XS
SM
MD
LG