د لاس رسي وړ اتصالات

هند پاکستان ته"ترهگري او مذاکرات په یو وخت نشي کیدی"


د هند د بهرنو چارو وزیره سشما سواراج وایي پاکستان ورته مثبت ځواب ورکړی خو تر هغه پورې به ورسره مذاکرات پیل نه کړي تر څو پاکستان د ترهگرۍ مسله نه وي حل کړي.

میرمن سواراج همدارنګه ویلي چې پاکستان ته د صدراعظم نریندرا مودي د نه تگ علت دا دی چې د ترهگرۍ مسلې ته یې پام ندی کړی. هغې وویل چې پاکستان باید د هند سره د خبرو نه مخکې د ترهگرۍ مسله حل کړي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کرتارپور لارې د پرانیستنې په مراسمو کې د هند د بهرنو چارو وزیرې ته بلنه ورکړې وه خو هغې پاکستان ته د سفر نه ډډه وکړه. همدغه ډول د هند د پنجاب صوبې اعلی وزير امریندر سنگ د پاکستان بلنه رد کړه او وې ویل چې په سرحد د هندي عسکرو د وژل کیدو له کبله یې انکار کړیدی.

سشما سوراج په دی اړه د هند رسنیو ته په یوې وینا کې وویل "هند د څو کلونو نه د کرتارپور د لارې د خلاصولو غوښتنه کوله خو پاکستان ورته اوس مثبت ځواب ووایه. د دې دا معنی نه ده چې دوه اړخیزې خبرې به پیل شي. ترهگري او خبرې یو ځای نشي کیدی. "

د کرتارپور لارې د پرانیستنې په مراسمو کې د هند د پنجاب وزیر نجوت سنگ چې د عمران خان سره د کرکټ د وخت نه پیژني د ځینو نورو مامورانو سره گډون کړی و.

د پاکستان حکومت د هند صدراعظم نریندرا مودي ته د سارک په غونډې کې چې په اسلام اباد کې کیږي هم بلنه ورکړې خو د بهرنیو چارو وزیرې سوراج وایي چې مودي به دغې غونډې ته ور نشي.

د هند حکومت د پاکستان نه غواړي چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ د برید مسولین دې ورته حواله کړي. هند پدغه لړ کې د جماعت الدعوه د مشر حافظ محمد سعید غوښتنه کوي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کرتارپور د لارې د پرانیستنې په مهال وویل چې هند او پاکستان ته د مسایلو د حل لپاره د تیر وخت هیرول پکار دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG