د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې تولید شوې لومړنۍ الوتکه وړونکې بیړۍ نندارې ته وړاندې شوه 


د هند لومړنۍ په هیواد کې جوړ شوی الوتکه وړونکې بیړۍ
د هند لومړنۍ په هیواد کې جوړ شوی الوتکه وړونکې بیړۍ

هند د جمعې په ورځ سپتمبر دوهمه (وږي ۱۱) خپله لومړنۍ په هیواد کې جوړ شوی الوتکه وړونکې بیړۍ نندارې ته وړاندې کړه؛ کوم چې ددې هیواد د حکومت د هڅو یو ستر ګام دی تر څو پر بهرنیو وسلو خپله تکیه راکمه او په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي پوځي ځواک مقابله وشي.

د آی ان اس ویکرانت په نامه دغه الوتکه لیږدونکې بیړۍ د نړۍ د سترو سمندري کښتیو څخه ده چې د ۲۶۲ متره اوږده ده او د ۱۷ کالو ساختماني کارونو او ازموینو وروسته په رسمي توګه خدمت ته دانګي.

ددې بیړۍ نوم د یوې له کاره لویدلې بیړۍ له نامه څخه اخیستل شوی چې په ۱۹۷۱ کې د بنګله دیش د خپلواکۍ د جګړې پرمهال د پاکستان د سمندري ځواکونو پر وړاندې د لارې په ډب کولو شهرت لري.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په جنوبي کیرالا ایالت کې د بیړۍ د ماموریت د پیل کیدو په مراسمو کې وویل، "نن ورځ ، آی ان اس ویکرانت هیواد ته نوی ډاډ ورکړ او په هیواد کې یې یو نوی باور رامینځته کړ."

هغه زیاته کړه: "موږ د هغو غوره هیوادونو په ډله کې شامل شو چې کولی شي په کور دننه دومره لویه الوتکې وړونکي [بیړۍ] جوړه کړي."

په ویکرانت بیړۍ کې به شاوخوا ۱۶۰۰ سمندري ځواکونه فعالیت کوي او د هند د یواځنۍ بلې الوتکه لیږدونکې بیړۍ بیا ډیزاین شوي جنګي الوتکې به په کې د خدمت لپاره وګمارل شي.

د هند پخوانۍ الوتکه لیږدونکې بیړۍ په دوهم لاس له روسیې څخه اخیستل شوې وه. روسیه له اوږدې مودې راهیسې نوي ډهلي ته د وسلو لوی عرضه کوونکی دی.

د مودي حکومت په دې هڅه کې دی چې دغه هیواد د بهرنیو پوځي پیرودونو له انحصار څخه خلاص کړي او په کور دننه دفاعي صنعت ته وده ورکړي.

دا بیړۍ پداسې حال کې کار پیل کوي چې د هند په سمندر کې د چین د مخ پر زیاتیدونکي حضور له امله د ستراتیژیکو ننګونو په اړه د پوځي لوړ پوړو چارواکو اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

تیره میاشت نوي ډهلي له واشنګټن سره یوځای هغه وخت امنیتي اندیښنې په ډاګه کړې چې ګاونډي هیواد سریلانکا د چین یوې څیړنیرې کښتۍ ته چې د جاسوسۍ فعالیتونو د کولو تور پرې لګول شوی په خپل بندر کې د لنګر اچولو اجازه ورکړه.

هند او متحده ایالات دواړه د یو امنیتي اتحاد غړي دي چې د هند په آرام سمندر باندې تمرکز کوي او هدف یې د چین د مخ په زیاتیدونکي نظامي او اقتصادي ځواک پر وړاندې د پام وړ انډول چمتو کول دي.

ښاغلي مودي وویل: "په تیرو وختونو کې د هند - پاسیفیک او د هند سمندر سیمې امنیتي اندیښنې له پامه غورځول شوې وې، خو نن دا زموږ لومړیتوب دی."

دا رپوټ د فرانس پرس اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوې دی

XS
SM
MD
LG