د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د کروناویروس د مړو شمیر له ۳۰۰ زرو واوښت  


هند کې د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي ۳) د کروناویروس د مړینو شمیر پداسې حال کې د ۳۰۰زرو واوښت چې په لویو ښارونو کې د کروناویروس تازه پیښې په راکمیدو او په فقیر میشتو لرې پرتو سیمو کې په ډیریدو دي.

د کروناویروس د زیانو مړینو له پلوه هند اوس د امریکا د متحده ایالاتو او برازیل وروسته د نړۍ درېیم هیواد دی چې د نړۍ د کروناویروس د ۳۴.۷ میلیون مړینو ۸.۶ فیصده پدې هیواد کې رامنځ ته شوي دي. خو د اسوشیتیدپرس اژانس په وینا ښایي پدې هیواد کې واقعي مړینې له دې څخه هم زیاتې وي.

د هند د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۵۴ کسان د کروناویروس په وجه مړه شړي دي چې پدې سره په هند کې د کرونا وبا د مړینو رسمي شمیره ۳۰۳۷۲۰ تنو ته ورسیدله.

همداشان په هند کې تازه ۲۲۲۳۱۵ تنه په کرونا اخته شوي چې پدې توګه پدې هیواد کې د کروناویروس د ټولو پیښو شمیر نژدي ۲۷ میلیونو ته ورسید. رپوټونه وایي چې دغه دواړه شمیرې د واقعي شمیرو څخه ټیټې دي.

د کروناویروس پراخو پیښو د هند روغتیایي سیستم تر سخت فشار لاندې راوستی. په پلازمینه نوي ډهلي کې پداسې حال کې ناروغان په خپلو کورونو کې مري چې اکسیجن نشته او روغتونونه د تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي.

په ممبۍ کې د کروناویروس ناروغان د روغتون په دهلیزونو کې مري او په لرې پرتو کلیو کې خلک د کروناویروس د ازموینو دمخه د تبې او ساه لنډي له وجې ژوند له لاسه ورکوي.

له بلې خوا د هند د کروناویروس ضد واکسین بهیر هم په وروستیو ورځو کې ورو شوی او زیات شمیر ایالتونه وایي چې د تطبیق لپاره پوره واکسین نلري.

پداسې حال کې چې هند د واکسین ستر تولیدونکی هیواد دی، تر اوسه یواځې ۴۱.۶ میلیون کسان په بشپړه توګه واکسین شوي دي چې دا ددې هیواد د ۱.۴ میلیارد نفوس یوازې ۳.۸ فیصده کیږي.

په هند کې د کروناویروس لومړنۍ پیښه د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۲ ثبت شوی وه او د هماغه کال تر اپریل میاشتې پورې د پیښو شمیر ۲۰۰ زرو ته رسیدلی و. خو ددغه ویروس نوې بڼې پدې وروستیو اونیو کې د مړینو شمیرې په بیسارې توګه لوړې کړي چې د هند کمزوری روغتیایي سیستم یې له سقوط سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG