د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د پهلوانۍ اتل د خپل ملګري د قتل په تور نیول شوی


سوشیل کومار د هند لپاره ګڼ شمیر لوبې ګټلي.
سوشیل کومار د هند لپاره ګڼ شمیر لوبې ګټلي.

په هند کې پولیسو پهلوان سوشیل کومار چې دوه ځله یې د المپیک په سیالیو کې مډالونه هم ګټلي، د خپل یو ملګري د قتل په تور نیولی.

پولیسو ددې پهلوان د نیول کیدو لپاره یوه اوونۍ لټون کاوه او نن یکشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولي ۲) یې په نوې ډهلي کې ونیوه.

څو تنو پهلوانانو د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مۍ د میاشتې په څلورمه د نوي ډهلي په یو لوبغالي کې شخړه وکړله چې یو ۲۴ کلن پهلوان تر وهل کیدو وروسته مړ شو.

پهلوان سوشیل کومار د همدې پیښې نه وروسته ځان د پولیسو نه پټ کړی و او پولیس یې په لټه کې و.

پولیس وایي د کومار سره یې د هغه یو ملګري هم نیولی. د ډهلي د پولیسو یو افسر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " دې کسانو غوښتل خپل ځای ځایګی بدل کړي خو پولیسو ونیول."

پولیسو د دې پهلوان د نیول کیدو پر سر ۱۰۰زره هندۍ کلدارۍ انعام هم ایښی و.

خو د ښاغلي کومار مدافع وکیل وایي چې مؤکل یې بې ګناه دی او پولیس په تحقیقاتو کې توپیري چلند کوي.

سوشیل کومار په هند کې یو تر ټولو غوره لوبغاړی بلل کیږي او د هند یوازینی لوبغاړی دی چې دوه ځله د المپیک په سیالیو کې یې مډالونه ګټلي.

هغه په ۲۰۱۲ کال کې په لندن کې د المپیک په سیالیو کې د آزادې پهلوانۍ په سیالیو کې د سپینو زرو او تر دې څلور کاله وړاندې یې په چین کې د ژیړو مډال ګټلی و.

هغه په نړیوالو سیالیو کې هم د هند په استازتوب برخه اخیستې. دې پهلوان د همګټو هېوادونو په سیالیو کې درې د سرو زرو او په ۲۰۱۰ کال کې په مسکو کې د پهلوانۍ په اتلولیو کې هم د سرو زرو مډالونه وګټل.

سوشیل کومار ته په ۲۰۰۹ کال کې په هند کې د لوبغاړو لپاره تر ټولولوړ مډال هم ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG