د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستل شوه


ددغې ودانۍ کار په ۲۰۰۵ عیسوي کال کې پیل شوی وو.
ددغې ودانۍ کار په ۲۰۰۵ عیسوي کال کې پیل شوی وو.

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن سهار په کابل کې د افغان چارواکو سره د خبرو وروسته د جمهوررئیس محمد اشرف غني په ملتیا د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستله.

د ودانۍ د پرانیستلو وروسته صدراعظم مودي او جمهوررئیس غني ددغې ودانۍ د بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د پرانیستلو مراسمو ته د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي هم وربلل شوي وو.

د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ ددغه هیواد د اوسنۍ ودانۍ پرتله پنځه ځله لویه ده.

ددغې ودانۍ کار په ۲۰۰۵ عیسوي کال کې پیل شوی وو.

نن کابل ته د هند د صدراعظم د راتګ له امله سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د کابل د دارالامان ماڼۍ ته غځیدلې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې وې.

کابل د هند د صدراعظم د سفر په اړه مخکیني معلومات

د افغانستان د ملي امنیت شورا د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن سهار شپږ نیمې بجې د حامد کرزي په نړېوال هوایي ډګر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشرتابه په استازیتوب، د هند صدراعظم نرېندرا مودي ته هرکلی و وایه او د هغه پلاوی یې د ارګ تر ماڼۍ بدرګه کړ

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د هند صدراعظم نریندرا مودی او جمهور رئیس محمد اشرف غني به ژر په کابل کې هند په مالي مرسته د افغان پارلمان نوې ودانۍ پرانیځي.

په دغه ودانۍ ۲۲۰ میلونه امریکایي ډالره په مصرف رسیدلي او په پنځلس جریبه ځمکه کې د کابل د دارالامان ماڼۍ سره نږدې په عصري توګه جوړه شوې ده.

همداشان د افغانستان اجرائیه ریاست وایي چې د هند صدراعظم به په کابل کې د خپلې ایسارتیا په وخت د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

ټاکل شوې اجرائیه رئیس سره د کتنې په وخت به د هند صدراعظم هغه څلور روسي هلیکوپتر هم هغه ته وسپاري چې د هند له خوا د افغان پوځ د پیاوتیا لپاره افغان حکومت سره مرسته شوې ده.

دا د هند د صدراعظم په توګه د ټاکل کیدو وروسته افغانستان ته د نارندرا مودي لومړی سفر دی.

هند د افغانستان د بیارغونۍ په بهیر کې د امریکا د متحده ایالاتو، برتانیا، جاپان او جرمني وروسته په تیرو پنځلس کلونو کې افغانستان سره ترټولو زیاتې مرستې کړي دي چې د مرستو اندازه یې د دوه ملیاردو ډالرو څخه اوړي.

XS
SM
MD
LG