د لاس رسي وړ اتصالات

مودي: هند دلته د همکارۍ لپاره راغلی نه د سیالۍ لپاره


دا د هند د صدراعظم په توګه افغانستان ته د ښاغلي مودي لومړی سفر و.
دا د هند د صدراعظم په توګه افغانستان ته د ښاغلي مودي لومړی سفر و.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې د افغانستان او هند اړیکې ډیرې پخې او پخوانۍ وګڼلې او وې ویل، چې د دغو دوو هیوادونو د خلکو ترمنځ ډیر ګډ ارزښتنونه شته دی.

هغه په افغانستان کې د هند حضور په باب وویل چې هیواد یې د مرستې په نیت د افغانانو لاس نیوی کوي نه دا چې د چا سره د سیالۍ لپاره په دغه هیواد کې خپل حضور ساتي.

ښاغلي مودي وویل "تاسو پوهیږئ چې هند دلته د همکارۍ لپاره دی نه د سیالۍ لپاره، د راتلونکي لپاره د بنیاد او اساس د ایښودلو لپاره، نه دا چې د جګړې اور ته لمن ووهي، د ژوند امکانات برابر کړي، نه دا چې یو ولس له منځه یوسي".

د هند صدراعظم وویل، تاریخ دا ښودلې ده چې افغانان به هیڅکله خپل هیواد د نورو د سیالیو په ډګر بدل نه کړي او هیڅکله به د نورو د اهدافو لپاره کار و نه کړي.

نریندرا مودي هیله وښوده چې پاکستان به د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د پل حیثیت غوره کړي او په دې توګه به د منځنۍ اسیا نه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د رسیدلو امکانات برابر شي.

د هند صدراعظم له افغانانو وغوښتل چې د نورو خبرو ته غوږ نه شي چې په افغانستان کې د هند د حضور په باب شک څرګندوي.

ښاغلي مودي وویل "تاسو هیڅکله زمونږ د تعهداتو او زمونږ د ملګرتوب په قوت باندې زمونږ د اخلاص په هکله شک ونه کړئ، تاسو زمونږ د ملګرتوب قوت لیدلی دی، تاسو زمونږ په هکله په هغه څه قضاوت وکړئ چې ګورئ یې د هندي پټو کنسلګریو په ګډون، نه د نورو چې درته وایي".

نریندرا مودي په افغانستان کې سولې د ټینګیدلو په هکله هم خبرې وکړي وې ویل، ترهغې چې د افغانستان د سرحدونو په اوږدو کې تروریستي فعالیتونه روان وي په دغه هیواد کې امنیت نه شي ټینګیدلی.

ښاغلي مودي وویل "یوازې هغه وخت به افغانستان بریالی شي چې د سرحدونو په اوږدو کې د تروریزم حرکت ودرول شي، د تروریزم ځالې او پناه ځایونه وتړل شي، او دا ډول فعالیتونو مخه ونیول شي".

هغه وویل چې زورزیاتې او تروریزم د افغانستان راتلونکي نه شي جوړولی او نه هم د افغانانو انتخاب بدلولی شي.

د هند صدراعظم وویل هغوی چې د ټوپک په زور واک ته رسیدل غواړي را دې شي او د خلکو د رایو په وسیله دې واک ترلاسه کړي.

د هند صدراعظم په خپلو خبرو کې افغانستان سره هر کال زرو زده کوونکو ته د زده کړې بورسونو د برابرولو د پروګرام د دوام وعده وکړه او هم یې د افغان امنیتي ځواکونو هغو کارکوونکو بچیانو ته چې پلارونو یې په افغانستان کې په روانه جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی د پنځه سوو بورسونو د برابرولو اعلان هم وکړ.

د هند صدراعظم وویل چې ژر به د سلما بند کې اوبه وبهیږي او بریښنا به جریان ومومي.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني هم د هند سره د خپل هیواد اړیکې ډیرې تاریخي وبللي وې ویل چې افغانانو سره د هند مرستې څو اړخیزې دي.

هغه وویل چې په تیرو اویا کالو کې په لومړي ځل د هند په مرسته د بریښنا د بند یوه پروژه کار پیلوي.

ښاغلي غني وویل "د هند دولت یوازې د افغانستان د امنیت په برخه کې خبرې نه کوي، په عمل کې ثابتوي چې د دولت شریکباڼی دی، نه داچې د دولت د ضد کړیو شریکباڼي".

جمهوررئیس غني افغان حکومت ته درې هیلکوپترو سپارل د افغان امنیتي سکټور سره د هند د مرستو ښه نمونه وبلله، وې ویل چې هند یوازې په امنیت کې افغانانو سره مرسته نه کوي.

هغه د هند صدراعظم څخه وغوښتل چې د نیمروز ولایت د چاه بهار پروژې ته خپله پاملرنه لازیاته کړي.

د هند صدراعظم د کابل په هوایي ډګر کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته د دریو هلیکوپترو د سپارلو وروسته بیرته خپل هیړاد ته ستون شو.

نریندرا مودي نن سهار شپږ نیمې بجې کابل ته د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ راغلی وو.

دا د هند د صدراعظم په توګه افغانستان ته د ښاغلي مودي لومړی سفر وو.

XS
SM
MD
LG