د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا وايي د انسانانو د قاچاقو په تور یې ۵۰۰ کسان نیولي


په اندونیزیا کې کې مقاماتو نن سه شنبه جون ۲۰ (جوزا ۳۰) وویل چې په روانې میاشت کې یې د انساني قاچاقو په تور ۵۰۰ کسان نیولي، چې د قاچاقو په ۱۵۰۰ پېښو کې دخېل دي.

اندونیزیا په سویل-ختیځي اسیا کې د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې ډېر انساني قاچاق پکې کېږي او له دې لارې ډېر خلک نورو هېوادونو ته په ناقانونه توګه انتقالېږي.

د اندونیزیا د ملي پولیسو ویاند احمد رمضان فرانس پرس ته وویل چې مقاماتو ۱۵۵۳ هغه کسان ژغورلي، چې په ناقانونه او قاچاقي توګه له دغه هېواد څخه اېستلو او قاچاق کېدو ته چمتو کړل شوي وو.

نوموړي وویل: «په لږ وخت کې مو وکولای شول دومره خلک وژغورو، خو ډېر نور خلک شته چې له اندونیزیا څخه وتلي دي.»

هغه وویل چې د جنورۍ له پنځمې نېټې څخه نیولې تر ۱۸ نېټې پورې یې ۴۹۴ کسان د انساني قاچاقو په تور نیولي او «د څلورو مهمو قاچاق کوونکو» لټون لا هم روان دی.

د نوموړي په خبره دا کسان د ناقانونه سرپناو څخه ژغورل شوي دي. وايي په دوی کې یو شمېر ماشومان زبېښاک شوي او داسې کسان هم په کې دي چې د بدلمنۍ لپاره قاچاق کېدلي.

ملګري ملتونه وايي هرکال په اندونیزیا کې د ۱۰۰زرو او یو میلیون ترمنځ خلک د بدلمنۍ او یا جبري کار کولو لپاره پلورل کېږي.

اندونیزیا د انساني قاچاقو د مخنیوي لپاره پلټنې زیاتې کړې او د قاچاقو په تور نیول کېدونکي کسان محاکمه کوي او هغه کسان چې اندونیزیا ته قاچاق شوي وي، بېرته نورو هېوادونو ته استوي.

څو کاله مخکې په اندونیزیا کې ۵۷ کسان، چې د انساني قاچاقو په ترڅ کې په قفس کې ساتل کېدل، وموندل شول او وژغورل شول.

په اندونیزیا کې مقامات داسې مهال د انساني قاچاقو په تور د سلګونو کسانو د نیولو خبر ورکوي، چې نن سه شنبه، د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ ده.

XS
SM
MD
LG