د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې داسې اور ګاډي کار پیل کړ چې ساعت کې ۳۵۰ کیلو متر مزل کوي


د اندونیزیا د پایتخت جاکارتا او ستر ښار بنډونګ تر منځ د موټر درې ساعته مزل اوس ددغه ریل ګاډي په واسطه ۴۵ دقیقو ته راکم شوی دی.
د اندونیزیا د پایتخت جاکارتا او ستر ښار بنډونګ تر منځ د موټر درې ساعته مزل اوس ددغه ریل ګاډي په واسطه ۴۵ دقیقو ته راکم شوی دی.

اندونیزیا د دوشنبې په ورځ اکتوبر دوهمه (تلې ۱۰) د جنوب ختیځې اسیا لومړنی تیز رفتاره اور ګاډی پرانیست چې په یو ساعت کې تر ۳۵۰ کیلومترو پورې مزل کولای شي.

د اندونیزیا د پایتخت جاکارتا او ستر ښار بنډونګ تر منځ د موټر درې ساعته مزل اوس پدې اور ګاډي کې په ۴۵ دقیقو کې کیږي.

دا تیز رفتاره اور ګاډی "بولیټ ټرین" هم بلل کیږي او په اندونیزیا کې ورته "ووش" وايي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ودودو د دې ریل ګادي پرانیستنه د اندونیزیا "د عصري کیدو" نښه وبلله. هغه وویل: "د جاکارتا او بنډونګ ترمنځ تیز رفتاره ریل ګاډی زموږ د ګټور، اغېزمن او هماهنګ عامه ترانسپورتي سیستم بنسټ ږدي... دا د نورو لیږدوونکو وسیلو سره په ګډه، د ترانسپورت په برخه کې زموږ د عصري کیدو نښه ده."

ودودو دا په جنوب ختیځې اسیا کې د خپل ډول لومړنی تیز رفتاره ریل ګاډی وباله چې په یو وخت کې ۶۰۰ کسان لیږدوي.

دا ریل ګاډی د چین د ریل ګاډو نړیوال شرکت د څلورو اندونیزیايي شرکتونو سره په ګډه د چین د "کمربند او سرک" د پروژې په مالي مرسته جوړ کړی دی.

په تېره یوه لسیزه کې چین ددغې پروژې له لارې د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د زیربنا جوړولو په برخه کې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.

په اندونیزیا کې د دې ریل ګاډي په جوړولو پنځه میلیارد ډالر لګښت راغلی دی.

د اندونیزیا د ترانسپورت وزیر بوډي کاریا سومادي تېره اونۍ وویل هېواد یې پتېیلې ده چې د دې ریل پټلۍ له بنډونګ څخه د اندونیزیا دوهم ستر ښار سورابایا ته هم وغځوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG