د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا ورک شوی اوبتل غرق شوی؛ ۵۳ کسان په کې وو


په ډوب شوي اوبتل کې ۵۳ تنه سپاره و خو لا د هیڅ یوه مړي یا ژوندی ندی میندل شوی.
په ډوب شوي اوبتل کې ۵۳ تنه سپاره و خو لا د هیڅ یوه مړي یا ژوندی ندی میندل شوی.

د اندونیزیا بحري ځواکونه وایي د ورک شوي اوبتل ټوټې میندل شوي او داسې ښکاري چې په اوبتل کې د ۵۳ سپرو کسانو د ژوندي پاتې کیدو هیڅ هیله نه وي.

د اندونزیا د پوځ لوی درستیز هادي تجاجانتو نن شنبه، اپریل ۲۴(غویي۴) وویل چې اوبتل په اوبو کې تر ډوبېدو وروسته درز شوی.

ښاغلي تجاجانتو وویل: " د اوبو لاندې د تیلو نښې نښانې او د اوبتل پاتې شوني لیدل شوي چې په ښکاره ثابتوي چې اوبتل ډوب شوی."

لا هم نده د اوبتل یا تحت البحري د ډوبیدو علت ندی معلوم خو د بحري ځواکونو مشر یودو مارګونو په خبري کنفرانس کې وویل چې اوبتل چاودلی ندی ځکه د هغه په قول که چاودلی وی ټوټه ټوټه کیده او په سمندر کې د څار ځانګړې آلې غږ کشف کاوه.

دی وایي ښایي په اوبتل کې په تدریجي توګه سوري پیدا شوي او په همدې خاطر اوبتل د ۳۰۰ مېترو ژوروالي څخه ۴۰۰ او بیا ۵۰۰ سوه مېترو ته ټیټ شوی.

بحري ځواکونه وایي چې د لټون په دوه ورځو عملیاتو کې د اوبتل د ځینو ټوټو تر څنګ جاینمازونه او د اوبتل د پرزو د غوړولو ځینې مواد تر لاسه شوي.

د بحري ځواکونو مشر په اوبو کې پیدا شوي وسایل خبریالانو ته وښودل او زیاته یې کړه چې دا کره شواهد دي چې ثابتوي اوبتل ورک نه بلکې په اوبو کې ډوب شوی.

په اوبتل کې ټول ۵۳ تنه سپاره و او تر اوسه د هیچا مړی یا ژوندی ندی موندل شوی.

د اندونیزیا د بحري ځواکونو تر څنګ د امریکا یوه کشفي الوتکه نن هلته رسیدلې چې د لټون په عملیاتو کې همکاري وکړي.

د دې تر څنګ د اسټرالیا ، مالیزیا او سنګاپور د ژغورنې کښتۍ هم نن د مرستې لپاره اندونیزیا ته رسیدلي دي.

جمهور رئیس جوکو وډوډو د اوبتل د پیدا کولو لپاره د ټولو امکاناتو نه د ګټې اخیستو امر کړی او د ولس نه یې غوښتي چې د اوبتل د عملې لپاره دې دعا وکړي.

XS
SM
MD
LG