د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو د ایران سره په پوله دوه پاکستاني سرتیري وژلي  


د پاکستان پوځ ویلي دي چې د ایران پولې ته څیرمه سیمه کې د دوی پر په یوې پوستې باندې د «ترهګرو د یوې ډلې» په برید کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ جون لومړی (غبرګولي ۱۱مه) د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې وویل چې دا پېښه د بلوچستان ایالت د کیچ په سرحدي سیمه کې شوې چې د اعلامیې له مخې پاکستاني ځواکونو بریدګر په شا تمبولي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "امنیتي ځواکونو سمدستي په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي او د ایراني چارواکو سره په تماس کې دي، ترڅو د ترهګرو د تېښتې مخه ونیول شي."

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو او د پاکستان د حکومت مخالفو سخت دريځو ډلو په تېرو وختونو کې د دا ډول بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

په اسلام اباد کې د ایران سفارت په یو ټویټري پیغام کې لیکلي، چې "دا ترهګریز برید په کلکه غندي" او د وژل شویو پاکستاني پوځیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. په پاکستان کې د ایران سفارت له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د "دوه اړخیزو همکاریو" پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ایراني چارواکو تیره اونۍ وویل چې د پاکستان سره د هیواد په پوله کې په یو "ترهګریز" برید کې شپږ ایراني امنیتي پرسونل ووژل شو او په وینا یې هغه ترهګر چې ایران ته د ننوتو هڅه یې کوله د مرګ ژوبلې له ورکولو وروسته له سیمې وتښتیدل.

پاکستان دا برید غندلی او د پولې په دواړو غاړو کې یې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده. ایران او پاکستان تل یو بل تورنوي چې د ترهګرو د فعالیتونو او د هغوی د سرحدي بریدونو د مخنیوي لپاره پوره هڅه نه کوي.

د ایران او پاکستان پر پوله وروستي بریدونه څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمه کې یو مارکېټ او د برېښنا د لېږد مزي پرانستل چې ټاکل شوې برېښنا له ایران څخه پاکستان ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG