د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د موټربم چاودنه کې څلور کسان وژل شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په شمالي وزیرستان کې امنیتي مقامات وايي، یو ځانمرګي خپل موټر چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو د پولیسو د پوستې مخې ته چولی او له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.

د پوليسو یو تن ځايي مشر رسول دراز وويل، پېښه د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولي درېمه) د شمالي وزیرستان د داته خیلو سیمې په لیاقت بازار کې رامنځته شوې چې پکې دوه عسکر، یو پولیس او یو ملکي وګړی مړه شوي دي.

هغه فرانس پرس ته وویل، "بریدګر په پوسته کې د تالاشۍ دپاره درول شوی وو چې موټر ته یې چاودنه ورکړه... داسې بریښي چې هغه غوښتل بل ځای ځان ورسوي، خو وروسته له هغه چې د پولیسو لخوا د لټون لپاره ودرول شو، ځان ته یې چاودنه ورکړه."

په دې برید کې لږترلږه پنځه نور کسان زخمي شوي دي. د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

د پولیسو بل چارواکي طارق داوړ هم ددې برید او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

له دې یوه ورځ وړاندې په هنګو کې د تیلو د چاڼ پر یوې فابریکې باندې د وسله والو په برید کې شپږ امنیتي پرسونل وژل شوي وو.

د سه شنبې د ورځې د برید پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې ده.

د دوشنبې په ورځ، چارواکو وویل چې نامعلومو وسله والو په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه خالي ښوونځي الوځولي چې له امله یې ودانیو ته زیان اوښتي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

شمالي وزیرستان په تاریخي ډول د اورپکو پټنځای بلل کیږي چې په تیرو شلو کلونو کې د وسله والو پر ضد په دغه سیمه کې د پاکستان پوځ ګڼ عملیاتونه کړي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د "تحریک طالبان پاکستان" ډله په دې سیمه کې تر ټولو فعاله وسله واله ډله بلل کیږي چې تر ډیره د پاکستان په امنیتي ځواکونو او بهرنیانیو باندې بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG