د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ناشویل ښار کې د چاودنې په اړه نوي معلومات


پولیسو ویلي په چاودنې کې ۳ تنه وژل شوي خو د کوم چا وژل کیدل تائید شوي ندي.

د امریکا د ټینیسي په ایالت کې چارواکي وایي د ناشویل په ښار کې د بم په چاودنې کې لږ تر لږه درې تنه ټپي شوي.

پولیس وایي په سیمه کې د ډزو د اوریدو نه وروسته ورته خبر ورکړل شوی او کله چې سیمې ته ورغلل د یو ولاړ موټر نه پیغام خپور شو چې په ۱۵ دقیقو کې چاودنه کیږي.

پولیسو د دې پیغام د اوریدو نه وروسته د سیمې نه خلک وایستل او د ماینونو د خنثی کولو ټیم یې د پیښې ځای ته راوغوښت خو موټر د دې ټیم د را رسیدو نه وړاندې وچاودید.

د پیښې د ځای نه درې کسان روغتون ته انتقال شوي. پولیس وایي چې د ټولو روغتیایي وضعیت ښه دی. تر اوسه نده معلومه چې آیا په موټر کې چې بم پکې ایښودل شوی و هم څوک سپاره و که نه.

خو د ناشویل د ښار د پولیسو مشر جان ډریک خبریالانو ته وویل چې څیړونکو د چاودنې ځای سره نږدې "نسج" چې ښایي د انسان د بدن پاتې شونی وي.

خو تر اوسه په چاودنې کې د چا د وژل کیدل ندي تائید شوي. پولیسو تر اوسه د چاودنې د ممکنه هدف په هکله څه ندي ویلي.

د فدرالي هوا نوردۍ ادارې د ناشویل هوایي ډګر ته پروازونه په موقتي توګه ځنډولي ځکه چې د چاودنې نه وروسته د مخابرې په سیستم کې ستونزې پیدا شوې وې.

په همدې حال کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي آی ویلي چې د چاودنې په هکله د تحقیقاتو مشري کوي.

دغه اداره معمولاً په امریکا کې په فدرالي کچه د جرمونو، چاودنو او د تروریزم اړوند جرمونو او پیښو په هکله د تحقیقاتو مشري کوي.

بل پلو د ناشویل ښاروال د چاودنې کې اغیرمنې شوې سیمې کې اضطراري حالت اعلان کړی او د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو یې هم بندیز لګولی.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند هم ویلي چې د پیښې په هکله جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي او تازه معلومات ورته په منظمه توګه ورکول کیږي.

د واک د انتقال چارواکو بیا ویلي چې منتخب جمهور رئیس جو بایډن ته هم د چاودنې په هکله معلومات ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG