د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ناشویل په ښار کې لویه چاودنه شوې ده 


لا د پېښې دقیق علت نه دی معلوم
لا د پېښې دقیق علت نه دی معلوم

نن د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۵ (مرغومي۵) د امریکا د متحدو ایالتونو د تینیسي ایالت په مرکز ناشویل کې یوه چاودنه شوې ده.

د ښار د پولیسو ویاند ډان ارون وايي چې چاودنه په ځايي وخت د سهار په ۶:۳۰ شوې ده. په چاودنه کې ورڅېرمه ځینې کورونه او ودانۍ زیانمنې شوي او ښېښې یې ماتې شوي دي.

ښاغلي ارون وویل داسې ښکاري چې دا یو عمدي کار و. د پېښې له ځای څخه درې کسان روغتون ته انتقال شوي دي او د دریو واړو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی.

پولیسو ویلي چې باور کیږي په دغې چاودنې کې یو موټر دخیل و.

د ناشویل د پولیسو څانګې په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د پېښې ځای ته د فدرال د تحقیقاتي بیرو ماموران، پولیس او د اور وژنې عملیه ورغلي دي.

چاودنه د ناشویل ښار په منځ کې په هغه ځای کې شوې ده چې مۍ خانې، رستورانتونه او هټۍ په کې دي او د سیلانیانو مرکز بلل کیږي.

ځینې عیني شاهدان وايي چې د چاودنې غږ ډېر لوړ و او تر لېرو ځایونو یې ودانۍ خوځولې دي.

د پېښې ځای ته نژدې یو عینی‌شاهد بوک مکوای په خپل فیسبوک کې د پېښې یوه ویدیو خپره کړې ده.

هغه وايي چې په چاودنه کې یې د کور د کړکیو ټولې ښېښې ماتې شوي دي.

هغه اسوشیتډ پرس ته وویل: « چاودنه ډېره غټه وه. داسې وه لکه د بمب چاودنه. تقریبآ څلورو موټرونو اور اخیستی و، نپوهېږم چې (موټرونه) ډېر ګرم و چې اور یې اخیستی که کومه بله خبره وه. ونې هم پرې شوې دي.»

XS
SM
MD
LG