د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پښتو ژبې نړیواله ورځ ولمانځل شوه


د پښتو نړیواله ورځ
د پښتو نړیواله ورځ


نن د سه شنبې په ورځ ( مۍ ٣٠) په کابل کې د پښتو ژبې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د پښتو ژبې استادان، لیکوالان، محصلین او د پښتو ادب یو شمیر مینه‌وال نن د سه شنبې په ورځ د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت، د کابل په پوهنتون کې سره راټول شوي وو، تر څو په علمي او څیړنیزه توګه د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه وڅیړي.

د کابل د پوهنتون استاد پوهاند محمد اسماعیل یون غونډې ته په وینا کې وویل، که څه هم د افغانستان اساسي قانون خلکو ته په مورنۍ ژبه باندې د خبرې کولو او لیک او لوست حق ورکړی، خو لا هم په دغه هیواد کې د پښتو ژبې ویونکې له دغه حق څخه محروم دي.

د استاد یون پر وینا، د پښتو ژبې د ودې پر وړاندې له پخوا راهیسې یو شمیر شعوري حرکتونه فعالیت کوي او په دولتي ادارو کې پر پښتو ژبه د مکتوبونو لیکلو او په دې ژبه د خبرې کولو مخالفت کوي.

ښاغلي یون وویل، یو عام نظر موجود دی، چې پر وینا یې هغه پښتانه چې په خپله ژبه خبرې کوي، پر هغوی د متعصب تورونه لګول کیږي.

هغه وویل "په هره برخه کې شعوري کار په کار دی، د ویرې هغه زرکلن احساس چې که څوک په پښتو ژبه خبرې کوي، د قومیت او تعصب ټاپه ورباندې لګول کیږي، دغه ټاپه باید نوره ختمه کړو، دا ټاپه باید په هغه چا ولګول شي، چې زموږ په ضد کار کوي، موږ د هیچا د ژبې مخالف نه یو، مګر له خپلې ژبې سره مینه لرو، دا مو حق دی."

د ښاغلي یون پر وینا، مذهبي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ د یوې ژبې د پرمختګ اساسي ټکي بلل کیږي، چې اوسمهال پښتو ژبه ورڅخه بې‌برخې ده او دولت او عام افغانان باید هڅه وکړي، چې دغه ملاتړ د نورو ژبو په څیر له پښتو ژبې څخه هم وکړي.

د پښتو نړیواله ورځ
د پښتو نړیواله ورځ

په دې غونده کې د کابل پوهنتون استاد لطیف بهاند وویل، چې یوه ژبه هغه مهال پرمختګ کولی شي، چې اساسي کار ورته وشي.

هغه وویل "ژبه یواځې په شعارونو، په چغو او په چک چکو مخ ته نه ځي، تاسې باید ژبه علمي کړئ، هنري یې کړئ، اقتصادي یې کړئ او تر ټولو مهمه ژبه باید سیاسي شي."

غونډې ته د کابل د پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي وویل، که څه هم پښتو ژبه اته زره کاله پخوانۍ ده، خو ورته په اساسي توګه کار نه دی شوی.

هغه د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې اکاډیمیک او علمي شخصیتونه باید خپل رسالت پر ځای کړي.

ښاغلي فاروقي وویل "زه امیدواره یم هغه شخصیتونه چې په دې برخه کې وړتیا لري، علمیت لري او ځانونه یې وقف کړي، نور هم په دې برخه کې خپلې هڅې هغو مراحلو ته ورسوي، چې د دې ژبې او د دې فرهنګ واقعي او اساسي ځای په نړۍ کې او په دې سیمه کې تثبیت شي."

د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې بنسټ پنځه کاله مخکې په کابل کې کیښودل شو او موخه یې دا وه ترڅو د پښتو ژبې د ودې لپاره کار وشي، ددې ژبې پر وړاندې د بې عدالتيو مخه ونیول شي او په ملي او نړیواله کچه مطرح شي.

د دې ورځې یو بنسټ ایښودونکي عزیز خان هوتک امریکا ته وویل، چې دغه ورځ اوس نه یواځې په کابل بلکې، په خیبرپښتونخوا، هند او د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم لمانځل کیږي.

د ښاغلي هوتک پر وینا، پنځه کاله مخکې د پښتو ژبه په افغانستان کې له هر ډول محکومیت سره مخ وه، خو اوس یې چې هرکال د دې ژبې ورځ لمانځل کیږي، خلکو ته دا جرأت ورکړل شوی، چې په خپله ژبه خبرې وکړي، ویې لیکي او پالنه یې وکړي.

XS
SM
MD
LG