د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د افغان محصلینو لپاره انلاین پوهنتون جوړيږي 


د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د پوهنتونونو د نړیوالو خدماتو د سازمان په کوربتوب غونډه
د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د پوهنتونونو د نړیوالو خدماتو د سازمان په کوربتوب غونډه

د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د پوهنتونونو د نړیوالو خدماتو د سازمان په کوربتوب تېره اونۍ یوه غونډه کړې. پدغه غونډه کې په جرمني کې میشتو یو شمیر افغان پوهانو او پخواینو چارواکو ګډون کړی و. دغې غونډې په جرمني کې د افغانانو لپاره د يو انلاین پوهنتون د جوړولو پرېکړه وکړه.

ددغې غونډې ګډونوالو د پوهنتون لپاره د یوې طرحې (کانسيپټ) په اساس چې د پوهنتون سره اړونده ټولو چارو وړاندوینه پکې شوې، د چارو د همغږي لپاره د افغان پوهانو او یو شمیر پخوانیو افغان چارواکو څخه د یوې ۱۶ کسېزې کمېټې د رامېنځته کیدو خبر ورکړی دی.

د پوهنتونونو د خدماتو د نړیوال سازمان یو چاوراکی ډاکټر کامبیز غوامي وايي چې د پوهنتون لپاره کانسیپټ لیکل شوي، خو لاهم دغه ۱۶ کسیزه کمېټه پدې طرحه کې د زیاتو بدلونونو وړاندیزونه کوي.

پدې پوهنتون کې به زده کړې وړیا وي او له محصیلنو څخه به فیس نه اخېستل کېږي. د پوهنتون په اړه د جوړه شوې غونډې یو ګډونوال حمید عبیدي، چې پخوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند و، وايي، چې د پوهنتون لپاره جوړه شوې کمېټه به هڅه وکړي، چې له بېلا بېلو ادارو مالي ملاتړ راجلب کړي او له هغې وروسته به د پوهنتون چارې پېل کړي. ښاغلی عبیدي وایي چې تر ډېره بريده هڅه دا ده چې د محصلینو لپاره زده کړي وړیا وي.

د پوهنتونونو د نړیوالو خدماتو سازمان چارواکي ټينګار کوي، چې د اګست له ۱۵ وروسته، چې طالبان واک ته رسیدلي، ډېر افغان محصلین د خپلو زده کړو په اړه له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دوي وايي چې همدا لامل دی چې د دغه سازمان چارواکي د بسپنه ورکونکو هیوادونو او ادارو څخه د ملاتړ د ترلاسه کولو په اړه خوشبین دي.

ډاکټر کامبیز غوامي له دغې طرحې څخه د یو شمېر پوهنتونونو او ادارو د ملاتړ راجلبولو ادعا کوي: «بېلا بېلو پوهنتونونو او ادارو لدې نظر څخه شفاهي ملاتړ کړی. ښايي تاسې ته معلومه وي د اروپايي پارلمان مرستیال رئیس پخپله وینا کې په روښانه توګه وویل چې نوموړې به په بروکسل کې په سیاسي ډګر کې لدغه نظر څخه ملاتړ وکړي. لدې امله موږ د دغه انلاین پوهنتون څخه د ملاتړ کولو په اړه خوشبین یو.»

خو پوښتنه دا ده چې د اوږ مهال لپاره د بسپنه ورکوونکو ادارو او سازمانونو په مالي ملاتړ د پوهنتون چلول څومره امکان لري؟

ښاغلی غوامي وايي، دوي په پام کې لري چې د جرمني له حکومت، اروپايي کمیسیون، او نورو نړیوالو سازمانونو څخه ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه وکړي. دی زیاتوي چې دوي د اوږد مهاله ملاتړ، همکاریو او اوږد مهاله ژمنو پسې ګرځي.

په افغانستان کې چې انټرنیټ ته لاسرسي یوه ستونزه ده، دا چې انلاین درس او تدریس به څومره موثر وي، ددې پوهنتون لپاره د جوړې شوې اجراییه کمېټې یو غړي او د بغلان پوهنتون پخوانی رئیس پوهنمل امان ضیايي دا خبره مني او وايي چې د افغانستان په داخل کې ښايي په لویو ښارونو کې چې محصلین انټرنیټ ته لاسرسي لري هغوي به لدغه پوهنتون څخه ګټه واخلي، خو د دوي تمرکز زیات په هغو افغان کډوالو محصلینو دی چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.

په پام کې ده، چې د کور دننه افغانستان کې او کډوالو افغانانو لپاره جوړېدونکې دا پوهنتون به په لسو بېلا بېلو پوهنځیو کې د لیسانس او ماستري په کچه محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG