د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د افغانستان او امریکا منافع او تهدیدونه شریک دي


ټاکل شوې چې د افغانستان مشران سبا ته د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې وگوري.
ټاکل شوې چې د افغانستان مشران سبا ته د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې وگوري.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت رهبرۍ واشنگټن ته خپل لومړنی رسمي سفر د امریکا د متحده ایالتونو سره د اړیکو د "نوي فصل" په هدف پیل کړ.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یوځای هڅه کوي د امریکا سره د افغانستان اړیکې چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې ډیرې سړې شوې وې، بیرته راژوندۍ کړي.

ولسمشر کرزي د امریکا غږ اشنا راډیو تلویزون د دې پوښتنې په ځواب کي چې ایا له پاکستان سره خو به یې د ډیورېنډ د ګرښې په اړه کومه خبره نه وې کړې، وویل چې د ډیورېنډ پر کرښې خبرې کول د ده له واک پورته دي او په دې اړه به پرېکړه د افغانستان لویه جرګه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان مشران سبا ته د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما سره په سپینه ماڼۍ کې وگوري. د افغانستان د نویو مشرانو عمده هڅه د واشنگټن څخه د اقتصادي او پوځي مرستو د دوام د تعهد ترلاسه کول دي چې په افغانستان کې د امریکا د پراخ حضور مطرح کول په کې شامل دي.

جمهور رئیس غني د امریکا غږ د آشنا تلویزیون او تلویزیون یک سره په یوه ځانگړې مرکه کې د جمهور رئیس بارک اوباما سره د لیدنې په اړومد وویل: مونږ (افغانستان او امریکا) گډې گټې لرو د یوشان گواښوونو سره مخامخ یو. د دې موضوع په پام کې نیولو سره باید په اساسي توگه یوه هم آهنگي رامنځ ته کړو چېد هغې په اساس د افغانستان ملي منافع تامین شي او د امریکا حیاتي گټې هم وساتل شي.

د امریکا غږ د خبریال سید سلیمان آشنا سره د ښاغلي غني بشپړه مرکه دلته لیدای او ارویدای شئ:

د آشنا تلویزیون د خبریال سره د جمهور رئیس غني مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:12:30 0:00

XS
SM
MD
LG