د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي یووالي حکومت کول اسانه کار نه دی


ستونزې ډیرې دي خو زه خوشبین یم چې د ملي یووالي حکومت به بریالی وي

جیمز کننگهم په کابل کې په ٢٠١٣ او ٢٠١۴ کالونو کې سفیر او تر هغې وړاندې دوه کاله د سفیر مرستیال و. د ملي یووالی د حکومت د جوړیدلو په اړه وایي "زه فکر کوم ټول په دې پوهیدل چې د ملي حکومت پر جوړولو موافقه کول اسانه کار نه و. په ډیرو پخوانیو دیموکراتیکو نظامونو کې هم د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله په څیر د دوو رقیبو سیاسي ډلو گډ حکومت جوړول سخت کار وي."

دی وایی د ټاکنو د جنجال په دوران کې یې د افغانستان له سیاسي مشرانو سره په لسگونه ځل ولیدل. خو زیاته وی چې دا یوې ورځې کار نه وي ځکه چې کمپاینونه یې ډیر سخت مخالف ذهنیتونه جوړ کړي وی. "ستره ننگونه دا وي چې رقیبان د کمپاین د وخت ټول اختلافات باید یو خوا کیږي او د همکارۍ پړاو پیل کړي. سیاسي رقابت په سیاسي همکارۍ بدله کړي."

جیمز کننگهم د دیپلوماسۍ دیرش کلنه تجربه لري او نن سبا په واشنگټن کې د اتلانتیک شورا په څیړنیز مرکز کې د افغانستان د برخې رییس دی. دی وایي سیاسي انتقال او نوی ولسمشر ته د خلکو ذهنیتونه تیارول اسان کار نه و. هغه زیاته وي "تر انتخاباتو دوه کاله وړاندې ما د افغانستان له سیاسي رهبرانو سره په دې اړه خبرې پیل کړې او په ډیرو غونډو کې مې برخه واخیستله چې د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدلو وروسته د افغانستان یووالی وساتل شي.

د ملی یووالی حکومت او امنیت

ښاغلی کننگهم وایي چې په افغانستان کې شخړه پخوانی ده او د بې امنیتۍ علت د ملي یووالی حکومت نه دی. "موږ پوهیدلو چې په دې کال کې به جدي امنیتي گواښونه وي. نړیوال ځواکونه له ډیرو سیمو وتلي دي او د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه پخپله د افغانستان د خاورې دفاع کوی."

کننگهم د امریکا غږ سره په مرکه وویل چې ولسمشر غني باید په دې وستایل شي چې د ولسمشرۍ په پیل کې یې د پاکستان سره د خبرو اترو د نوي پړاو د پیلولو هڅه وکړه. "دا یوه ډیره سخته پریکړه وه چې کول یې قوي سیاسي اراده غواړي. د پاکستان مشرتابه هم باید په دې پوه شي چې د ټولې سیمې گټه په څه کې نغښتې ده."

دغه تجربه کاره پخواني سفیر وویل چې د افغانستان امنیت او ثبات دوه بنسټیزې اړتیاوې لري. "نړیوال باید سیاسي، اقتصادي او امنیتي مرستې وکړي او د افغانستان حکومت باید مخکینۍ لاسته راوړنې خوندې کړي او په همدې لار مخ په وړاندې ولاړ شي."

XS
SM
MD
LG