د لاس رسي وړ اتصالات

د غور والي: له زورواکو نه ډاریږم


میرمن جوینده وایي مخالفین یې ادعا کوي چې ښځه باید واکمنه نه اوسي خو وايي دا ډول دلایل "خورا خام دي".
میرمن جوینده وایي مخالفین یې ادعا کوي چې ښځه باید واکمنه نه اوسي خو وايي دا ډول دلایل "خورا خام دي".

د غور ولایت والي سیما جوینده وایي په تیرو څلور میاشتو کې یې په دې ولایت کې د قانون د حاکمیت د پلي کولو لپاره یې هڅې د دې سبب شوې چې په مرگ وگواښل شي.

خو میرمن جوینده وایي نه یواځې دا چې د غور ولایت به خوشې نه کړي بلکې قانوني حقونو ته د خلکو د رسیدولو لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو ده. هغه وایي د څو تنو د غوښتنو او هیلو په خاطر ددې ولایت د یو میلیون وگړو هیلې نه قربانوي او کار ته به په جدي توگه دوام ورکړي.

آغلې جوینده همداشان په دې ولایت کې د دموکراسۍ او ښه حکومتدارۍ د پرمختګ په لار کې د غور ولایت ښځې او د مدني ټولنې فعالین خپل ستر پلویان وبلل.

د امریکا غږ آشنا رادیو خبریال خلیل نورزایي سره په مرکه کې میرمن جوینده وویل په دې څو میاشتو کې چې د غور په ولایت کې په خدمت بوخته ده، دا یې درک کړې چې د غور ولایت خلک د خدماتو پلي کولو ته خورا تږي دي او د قانون د پلي کولو غوښتونکي دي.

آغلې جوینده د مخالفو کسانو په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د اوسنیو گواښونو تر شا د ولایتي شورا او د علماو د شورا یو شمیر کسان لاس لري چې همدغو کسانو د والي په توگه د هغې له ټاکلو پر وړاندې هم مخالفت کاوه او حتا د هغې په ضد یې د مظاهرو د کولو پلان درلود.

میرمن جوینده وایي مخالفین یې ادعا کوي چې ښځه باید واکمنه نه اوسي خو وايي دا ډول دلایل "خورا خام دي".

سیما جوینده وایي له گواښونو نه ډاریږي او پر ضد یې مبارزه کوي. هغه وایي په یوه ټولنه کې چې ٣٠ کاله قانون نه دی پلی شوی او خلک له قانون څخه په تیښتې عادت شوي او یو شمیر خلک له قانون څخه وړاندې غوښتنې لري.

XS
SM
MD
LG