د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیورند په کرښې د غور وخت را رسیدلې دی


د ډیورنډ کرښه

د بزنس سټندرډ د اخبار د رپوټ له قراره، د اروپا د پارلمان معاون ریچرد هنري سرنیکي ویلي د دی وخت را رسیدلی چه امریکا او اروپا په سیمه کې د تروریزم د ختمولو او د سولی او امن د راوستلو دپاره د دیورند په کرښی بیا غور وکړي او ددغی جعلي کرښې په باره کې خپل پخواني دریځونه بدل کړي.

دی وايي بلوڅ او پښتانه چه په زور جلا شويدي بیرته دې له اصلي سیمو سره یو ځای شي اود افغانستان تر حاکمیت لاندې راوستل شي.

خو د سیاسی او حقوقو چارو کارپوه ډاکټر صلاح الدین سعیدي وایی اوس په دی مسلې خبرې افغانستان ته گټه نه کوي.

د ډاکټر سعیدي سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:53 0:00

XS
SM
MD
LG