د لاس رسي وړ اتصالات

بین الافغاني مذاکرات؛ ګډه کمېټه د اجنډا جوړولو په اړه غونډه کوي


د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو ګډه کمېټه نن یکشنبه ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۶) د اجنډا د موادو ترتیبولو په اړه غونډه کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم غړي او ویاند نادر نادري او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون ناوخته وویل چې ګډې کمېټې پرون شنبه هم د جنډا د موادو ترتبولو لپاره لومړنۍ غونډه وکړه.

ټاکل شوې د دواړو لورو لخوا ګډه کمېټه د اجنډا د جزئیاتو او عنوانونو په اړه د بحثونو ترڅنګ د سولې خبرو لپاره د اجنډا مسوده ترتیب کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دا مهال په قطر کې دی پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونه د طرزالعمل تر نهايي کېدو وروسته اوس مهال د مذکراتو پیلېدو په درشل کې دي.

هغه د اجنډا ترتیبولو په اړه د ګډې کمېټې غونډې ته په اشاره ویلي: "افغانان سره راغونډیږي او د سولې په لور د پرمختګ ګامونه اخلي. افغانان د سولې هیلې لري. د وروستیو ورځو اقدامات مثبت او هیله بخښونکي دي. زه له دواړو غاړو هیله کوم چې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په هیواد کې اوږده جګړه ختمه کړي."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شول، خو د مذاکراتو د طرزالعمل په برخه کې د ځينو اختلافاتو له امله مخامخ خبرې نوې پیل شوي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډلو خپلو کې د سولې مذاکراتو د مقدمې په ګډون پر طرزالعمل د توافق خبر ورکړ. چې د ګڼو لورو لخوا یې هر کلی وشو.

XS
SM
MD
LG